خبرپاڼه
نېټه: عقرب ۹، ۱۳۹۲
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام سرپرست او د ولسمشر لومړي مرستیال جلالتمآب مارشال محمد قسیم فهیم په حکم ښاغلی عبدالرحمن کبیري، د پنجشېر ولایت مرستیال او سرپرست د دې ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
نوموړي د حقوقو او سیاسی علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او په تېرو څو کلونو کې یې د پنجشېر ولایت مقام د مرستیال دنده ترسره کړې او له کافي تجربې برخمن دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، د پنجشېر د پخواني والي ښاغلي ډګر جنرال کرام الدین کریم د خدمت او لاسته را وړنو ستاینه کوي او د المپیک او بدني روزنې د لوی ریاست په دنده کې ورته د کامیابۍ هیله کوي.