محترم خلیل زاد صاحب تر هر څه مخکې تاسو ته سلامونه وړاندې کوم او  له لوی خدای څخه در ته روغتیا او د سولې په راوستو کې بریالیتوب غواړم.

خلیل زاد صاحب، باور وکړئ کله مې چې تیر کال واوریدل چې تاسو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په افغانستان کې د امریکا د ځانګړی استازی په توګه و ګمارل شوی نو ډیر زیات خوشحاله شوم باور لرم چې د افغنستان غوڅ اکثریت ډیر خوشحاله شو، ما او نورو هیواد والو ته هیلی پیدا شوی چې اوس به که خیر وی په هیواد کې حتمی سوله راځی، زموږ هیلی خیالی هیلی نه وی بلکه موږ مطمین وه او اوس هم یو چې که ستا په ځای بل هرکس حتی د امریکا  د بهرنیو چارو وزیر یا ترمپ هم تعین شوی وای نو موږ به نه دومره خوشحال وه او نه دومره مطمین . زموږ اطمینان او خوشحالی نه په هغه وخت کې او نه اوس بیځایه ده ، موږ د خپلی خوشحالی او اطمینان لپاره کره او قوی دلایل لرو، تاسو یواځنی کس یاست چې د افغانستان په دی تیرو څلور لسیزو کې د افغانانو له ستونزو خبر یاست. د شوروی د اشغال په وخت کې مو د مجاهدینو له رهبرانو سره پیژندل، د طالبلنو له رهبری سره مو هم شناخت درلودل په دی تیرو دوه لسیزو کې مو له افغانی مشرانو او رهبرانو سره هم له نژدی اړیکې درلودی او د سفارت په وخت کې مو ورسره نژدی تماس درلودل، د پاکستان او ایران په پالسی هم پوره خبر یاست له بلې خوا تاسو په افغانستان کې زیږدلي یاست او اقغنستان مو د خاپوړو او ماشومتوب هیواد ده نو حتماٌ در باندی ګران ده او هيڅګله به د اقغانستان خرابي او بربادي و نه غواړئ او په دې څنګ کې باید د امریکا ګټې هم له پامه و نه غورزوئ. نو په همدې دلیلونو موږ تاسو ته ډیر امیدواره یو چې که د خدای رضا وه نو تاسو به افغانستان ته سوله راولی که خدای نا خواسته تاسو د سولی په راوستو کې ناکامه شوی نو بیا ګومان نه کوم چې دلته به تر ډیرو کلونو پوری سوله راشی.

خلیل زاد صاحب، دا چې په افغانستان کې جګړه څرنګه شروع شوه او ولی یی څلور لسیزی دوام پیدا کړ په دی ټولو باندی تاسو ښه خبر یاست چې تر ډیره حده د افغانستان جګړه د روس او امریکا جګړه وه چې اقغانان یی د جګړی د سون مواد وه.  د روسانو له وتلو  او د مجاهدینو له راتګ وروسته او بیا تر نن پوری دا جګړه په افغانانو باندی تپل شوی ده ولی تر ډیره حده د جګړی دوام دوه سرطانی دانی دی چې د جګړی د دوام سبب ګرزیدلی ، دغه سرطانی دانی یوه د افغانستان په پوستکی او بلی په وجود کې ده  دپوستکی دانه پاکستان ده  چې له څلورو لسیزو را په دی خوا یی په افغانستان کې د جګړی اور بل ساتلی او خپلی ګټی د جګړی په دوام کې وینی پاکستان د خپل جوړښت له وخته تر اوسه پوری هیڅکله د افغانستان خواخوږی نه وه ولی د روسانو په راتګ سره د مداخلی ښه زمینه ورته برابره شوه د جهاد په نامه یی له یوی خوا ښی ډیری درنی وسلی تر لاسه کړی له بلی خوا د افغانانو له پاکې عقیدی څخه ګټه پورته کړه او افغانان یی خپل منځ کې و جنګول او افغانستان یی کنډواله کړ، په خپله یی سرکونه، فابریکې، روغتونونه اوبم اتوم جوړ کړ، زموږ سرکونه، پلونه، مکتبونه او روغتونونه  یی ټول له منځه یوړل. ترڅو پوری چې پاکستان یا په خپله خوښه او یا هم د بین المللی فشار له امله مجبور نشی او دی ته حاضر نشی چې په افغانستان کې دی سوله راشی  دا به ډیره مشکله وی چې دلته سوله راشی. ولی زه په دی عقیده یم چې که بین المللی ټولنه او په سر کې امریکا په جدی توګه پاکستان ته ووایی چې که پاکستان په افغانستان کې له مداخلی لاس وا نخلی امریکا او بین المللی ټولنه به د پاکستان د انزوا په ضد د ټولو امکاناتو نه کار واخلی  بیا نو پاکستان مجبوریږی چې د مداخلی نه لاس واخلی،آمریکا په ایران بندیزونه لګولی دی او د ایران سرحد ته یی قواوی لیږلی ولی دا کار په پاکستان نکوی، پاکستان مجبوریږی او د امریکا د تحدید په مقابل کې هر ډول همکاری ته تسلیمیږی. ولی له موږ سره دا سوال ده چې ولی په دی تیرو دوه لسیزو کې امریکا ځان نه پوه کوی آیا هغه نه پوهیږی چې طالبان څوک رهبری کوی ، هغو ته څوک وسلی ورکوی، د هغو زخمیان چیرته ځی، زه مطمین چې امریکا ښه پوهیږی ولی هغه هم د جګړی دوام غواړی، د بوش او اوباما په وخت کې امریکا هر کال په ملیاردونو دالره له پاکستان سره د تروریزم سره د مقابلی تر نامه لاندی پاکستان ته ورکول او په هغو پیسو پاکستان طالیبانو ته ترنینګ ورکاوه او د جګړی مصارف یی ورکول. جګړه اسانه کار نه ده د جګړی مصارف پوره کول حتی زموږ د دولت په وس کې هم نشته نو طالیبان دا د جګړی مصارف له کوم ځایه تمویل وی ځواب واضح ده چې دا مصارف پاکستان او ځنی خلیجی هیوادونه ورکوی، د طالب مشرانو کورنی ټولی په پاکستان کې دی او د هر یوه ادرس معلوم ده نو بیا ولی امریکا پاکستان ته نه وای چې د طالبانو له حمایت نه لاس واخلی. د کرزی صاحب یوه کره خبره می په یاد ده چې ډیره به یی تکراروله او هغه دا چې که پاکستان و غواړی په یوه هفته کې په افغانستان کې سوله راځی چې دا خبره زه هم تایدوم. دا چې د طالیبانو د خبرو اصلی ټکی له افغانستان نه د امریکایی قواو وتل دی دا هم تر ډیره حده د پاکستان غوښتنه ده. طالیبان افغانان دی د هیواد  د آبادی او سمسورتیا سره  بی شانه مینه لری ولی ځنی مجبوریتونو او په تیرو کلونو کې د کابل د فاسدی اداری ظلمونو او بمباریو هغوی دی ته اړ کړی چې تر یوه حده د پاکستان د حکومت غوښتنو ته غوږ شی.

خلیل زاد صاحب ، بله د سرطان دانه چې د افغانستان په وجود کې ده هغه د جمیعت کوند او د نظار د بد نامی شورا ډله ټپله ده چې په دی تیرو څلورو لسیزو کې یی افغانستان وران کړ، هغوی هم خپله خوشبختی د جګړی په دوام کې وینی. تاسو به په یاد وی چې د جهاد په وخت کې یی د روسانو سره تړون لاسلیک کړ او د سالنګ لویه او غرنی لار یی د روسانو د وسلو د راتلو لپاره مسونه وساتله اوروسانو خپلی ټولی وسلی په ډیره اسانی سره له همدی لاری د افغانستان جنوبی، مرکزی او شرقی ولایتونو ته راوړی، سره له دی چې د نظار شورا د ستینګر توغندی درلودل ولی حتی یو فیر یی هم په روسی جنګی طیارو ونکړ، د نجیب د حکومت له ړنګیدو وروسته یی ملی اردو ړنګه کړه او د ملی اردوپه ملیاردونو ډالره  درنی وسلی، مهمات اوتجهیزات یی یا پنجشیر ته یوړل او یا یی د کباړپه نرخ په پاکستان خرځ کړل، تر دری زره زیات د افسوتر کاماز موټر، د اردو په زرهاو جیپ موټرونه او د ملی بس موټرونه یی یا بیا هم پنجشیر ته یوړل او یا یی د کباړ په نرخ خرځ کړل، د امریکا تر راتلو وروسته په تیرو دوه لسیزو کې د دولت۹۰ فیصده امتیازات ټول دجمیعت کوند او په خاص ډول د نظار شورا بدنامی ډلی ټپلی ته ورکړل شول، هم په دولت کې ټول غټ پوستونه د دوی وه او هم اپوزسیون دوی جوړ کړی وه. طالیبانو د امریکا له راتګ سره ماتی و خوړه او ټول خپلو کورنو ته ولاړل او دی ته حاضر شول چې له دولت سره همکاری وکړی، ولی همدا د نظار بدنامه شورا وه چې هر سپین پګړی ته یی طالب وویل او ویی وژل او د بګرام او ګوانتانامو زندان ته یی ولیژل، په غلطو راپورونو یی د هغوی کورونه بمبارد کړل په هدیرو او د دواده په محفلونو یی بمونه و غورزول. طالبانو نوره چاره نه درلوده مجبور شول د اوسیدو لپاره پاکستان ته مهاجر شول اویو ځل بیا یی سلاخ واخیسته او د امریکا او د نظار د بدنامی شورا سره جګړی ته ودریدل، ولس دومره له امریکا نه په عذاب نه وه لکه د نظار له شورا نه. په قضا ، څارنوالی، پولیسو او ادارو کې ټول همدغه مفسدین وه د بکرام، پلچرخی زندان د دوی په اختیار کې وه او امریکایانو هم د دوی غلط راپورونه تایدول نو ولس هم مجبور شو چې طالبانو ته پناه یوسی او دطالیبانو د جګړی لیکی یی ډکې کړی، وایی چې د خلکو زور د خدای زور ده نو همغه ده چې طالیبان نن ورځ برلاسی دی ځکه ولس د هغو ملاتړ کوی دا هم ووایم چې ولس په هیڅ صورت د طالیبانو د تیر په شان اماراتی نظام نه غواړی، ولس د بد او بدتر تر منځ بد انتخاب کړی ده، طالیبان د جمیتیانو او نظار شورا تر لنده غرو ډیر ښه دی ،د رشوت، غلا، چور او ظلم مخالف دی، تاسی و ګوری طالیبانو پنځه کاله امارات وکړ وزارتونه، بودجه، دولتی ځمکې او بانکونه له دوی سره وه تاسو اوس په کابل او نورو ولایتونو کې د طالب مشرانو بنګلی را پیدا کړی د هغو د ځمکو جایداد را پیدا کړی ولی د نظار د بدنامی شورا بیسواده پنچرمن هم د بنګلو خاوندان دی مشران یی د ملیونونو ډالرو خاوندان شول. د امریکا شکست په افغانستان کې  د دوی له لاسه ده که امریکا په دوی تکیه نه وای کړی داسی شکست به یی نه خوړ، زه بیا هم وایم چې ولس د ومره د امریکا مخالف نه ده لکه د نظام مخالف ځکه نظام همدغو لنده غروانو خراب کړی

خلیل زاد صاحب، ولس سوله غواړی او د هیواد هر وګړی د سولی په راوستو کې ستا ملاتړ کوی، هره ورځ حد اقل دوه سوه کسان په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکوی، هدیری مو تر ښارونو را ورسیدی او ۹۹٪ هیواد وال موپه ډیر مشکل سره یوه ګوله ډوډی پیدا کوی، ځوانان مو د ډوډی د پیداکولو لپاره نورو هیوادو ته د تګ په لارو کې په بحرونو کې د نهنګانو خوراک شول. تر څو چې دلته سوله را نشی د خلکو ژوند مو ورځ تر بلی نور هم خرابیږی. ولی د جمیعت ګوند او د نظار شورا لنډه غري خپلې ګټې د جګړې په دوام کې وینی ، هغوی داسی سوله غواړی چې طالبان باید تسلیم شی او دوی باید بیا هم وزیران، والیان او سفیران وی چې په دی صورت کې د سولی را تګ غیر ممکن ده او ولس دغه رټل شوی څیری نه تنها نور نه غواړی بلکې له دوی سره باید حساب وشی.

خلیل زاد صاحب، یوځل بیا تاسو ته د سولی په راوستو کې د لوی خدای نه بریالیتوب غواړم اوهیله مند یم چې تاسو به وکولای شی د دی سترعظیم او کړیدلی  ملت اندیښنو ته د پای ټکی کېږدی.

سرتور ملنګ  ۲۰ جون ۲۰۱۹

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *