ولسمشریزو ټاکنو ته د تقویتي نوملیکنې د بهیر له پیله تر  اوسه د نوملیکونکو شمېر ۸۹ زره کسانو ته ورسېد.

د ټاکنو خپلواک کمسیون مرستیال ویاند عزیز ابراهیمي وايي، تر اوسه ورسره ۵۸۶۴۱ نارینه و، ۲۹۴۴۶ ښځو او ۹۶۱ کوچیانو ولسمشریزو ټاکنو ته تذکیرې سټیکر کړې دي.

نوموړی وايي، دا ارقام د جوزا له ۱۸مې د جوزا تر ۲۹مې نېټې پورې دي چې کمیسیون ثبت کړې دي.

ابرهیمي زیاتوي، په دغه موده کې د ۴۵۹ نوملیکنې مراکزو څخه ۳۷ یې تړلي او ۴۲۲ یې فعال وو.

ټاکنو ته د نوملیکنې تقویتي پروسه په ۳۳ ولایتونو کې  او غزني کې د سراسري نوملیکنې پروسه د جوزا په ۱۸مه نیټه پيل شوه، خو کمیسیون وايي، دا مهال د غزني نیم مرکزونه تړلي دي.

تر دا مهاله ټول غزني کې شپږ زره کسانو ټاکنو ته نوملیکنه کړې ده چې ۳۰ سلنه یې مېرمنې دي.

ځواب دلته پرېږدئ