اروپايي ټولنې پر روسیه د خپلو اقتصادي بندیزونو موده شپږ میاشتې نوره وغځوله.

 اروپايي ټولنې دا پریکړه په بروکسل ښار کې د اروپایي هیوادونو په سرمشریزه کې کړې ده.

اروپايي سرمشریزې له روسیې غوښتي چې دا هیواد دې نه یوازې د ایم ایچ ۱۷ الوتکې د راغورځولو دوسیه وڅېړي بلکې په اوکراین کې دې لاسوهنه هم بنده کړي.

د اروپايي ټولنې د پرېکړې له مخې به د ۲۰۲۰ کال تر جنورۍ پورې د اروپا لخوا پر روسي بانکونو، اټومي ادارو او وسله جوړوونکو کمپنیو اقتصادي بندیزونه د تطبیق وړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *