تاند- د لاهور د سولې او څېړنو مرکز د افغانستان په اړه د بحث لپاره اسلام اباد ته څېرمه د مري ښارګي په بوربان سیمه کې نن /شنبه/ یوه غونډه وربللې ده.
د پاکستان د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا غونډه، چې د لاهور پروسه نومېږي، د افغانستان په اړه لومړنی کنفرانس دی چې نن /شنبه/ جوړېږي.
د غونډې ترتیبوونکي وايي، د لاهور پروسې په غونډه کې، چې د افغانستان په اړه د نظرونو د اورېدو لپاره یو خورا ښه فرصت برابروي، د پاکستان ترڅنګ د وروڼو هیوادونو د ۱۸ ګوندونو او ډلو ۵۵ استازي ګډون کوي.
ویل شوي چې د افغانستان د څو ګوندونو استازي به هم په دې غونډه کې برخه واخلي.
د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس د کنفرانس د تنظیموونکو په قول وايي چې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت ګوند اجرايي رييس عطا محمد نور، د سولې د شورا رييس کریم خلیلي، د اجرايي ريیس دوهم مرستیال محمد محقق او د جنرال دوستم استازی به د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د یو شمېر غړیو ترڅنګ له افغانستان څخه په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په راپور کې نه دي ویل شوي چې د طالبانو له لوري څوک دې غونډې ته بلل شوي دي.