د انډونیزیا د اورلګیتو په یوه غیر قانوني فابریکه کې د اورلګېدنې له کبله د ماشومانو په ګډون ۳۰ ښځې مړې شوې دي.

پېښه د سوماترا ایالت شمالي بنجايي سیمه کې شوې ده. چارواکي وایي، د اورلګیتو فابریکه په غیر قانوني ډول د خلکو د کورونو په منځ کې فعاله وه او اوس د  اورلګېدنې له کبله په بشپړ ډول له منځه تللې ده.

ژغورونکو ډلو د پېښې له ځایه تر دې دمه ۳۰ مړي را ایستلي دي چې ماشومان هم په کې شته، خو د سوځېدو له کبله نه پېژندل کېږي.

چارواکي وايي، د اور وژنې هلوځلو او د شاوخوا کورونو د اوسېدونکو د ژغورنې کار ۵ ساعتونه ونیول.

پولیسو زیاته کړې، د  اولګېدنې له ځایه ایله ۴ کسانو ځانونه روغ ایستلي خو نور کسان له دې کبله چې فابریکې د ژغورنې بیړنۍ لار نه لرله، بند پاتې شوي دي.

چارواکي وایي، دغه فابریکه کې یوازې ښځو کار کاوه چې خپل ماشومان به یې هم ځان سره راوستل.

ځواب دلته پرېږدئ