((اقتصاد د افغانستان راتلونکی بدلولای شي. د شهید ارسلا جمال وینا)) عزیز خان هوتک
د تلې د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د لوګر پخواني والي شهید ارسلا جمال د ژوندون تلوېزیون له سهارنۍ خپرونې سره مېلمه وو، که څه هم د خپرونې کوربانو پوښتنې د لوګر پر امنیت ورټولې وې، دوي له شهید ارسلا څخه د عینکو میسو کان د کیندولو په اړه د شته ستونزه په اړه پوښتنه وکړه. ارواښاد ارسلا جمال پوښتنې ته د ځواب ورکولو وړاندې د افغانستان پر اقتصادي پرمختګ راڼا واچوله هغه وویل، ((اقتصاد د افغانستان راتلونکی بدلولای شي)) ارواښاد زیاته کړه په افغانستان کې یوازې د سرو زرو او مسو کانونه پراته ندي، بلکه پدي هیواد کې د لیتیوم ، جستو او حتی یورانیمو زیرمې او کانونه هم شته، خو د سروزرو او مسو کانونه به د دې هیواد د کانونو صنعت او اقتصادي ماشین په حرکت راولي.هغه وویل، د افغانستان د نیک مرغۍ او سوکالۍ په اړه هیڅ وخت شک نه کیده، خو د څو لسېزو جګړو او ګډوډیو له امله د افغانستان په اړه له خلکو سره منفي ذهنیت پیدا شوی دی. د کانونو کارپوهان له ډېر پخوا څخه پوهیدل، چې په افغانستان کې خزانې شته او دا ځکه چې دا هیواد د آسیا- اروپا د کانونو په کمربند کې پروت دی. دا لړۍ له ترکیې څخه پیل کیږي، له ایران څخه تېرېږي او حتی تر انډونیزیا پورې رسیږي.
شهید ارسلا په خوندوره توګه وویل، د افغانستان د شمال خیتځ په جګو غرونو کې نورې زیرمې او کانونه هم تر خاورو لاندې پټ دي. دا غرونه د سمندر له سطحې څخه ۲۵ زره فټه جګ دي. ارواښاد وویل، په وروستۍ سروې کې ښودل شوې، چې په افغانستان کې د تریلیونونو ډالرو په ارزښت طبیعې زیرمې شته، خو دی په دې باور وو، چې د افغانستان زیرمې په دې سروې کې ډېرې کمې اټکل شوي دي. شهید ارسلا جمال زیاته کړه افغانستان د کرهڼې پراخې ځمکې لرې، لوی کانونه لري او د انرژۍ پراخې سرچینې لري نو موږ کولای شو چې په دې برخو کې پانګونه جلب کړو. په دې برخو کې پانګونه موږ له بې وزلۍ، بې کارۍ او وروسته پاتې والي راګرځوي.
د پوهنې پرمختګ د افغانستان پرمختګ ده:
شهید ارسلا جمال د خپلو خبرو پر دوام ژوندون ته وویل، افغانستان دپر مختګ اود جګړې په حال کې یو مظلوم هیواد دی د دې خاورې باتور او سرلوړي ولس شاو خوا دېرش کال کیږي چې د خپل راتلونکي ژوندانه لپاره په ډیرو سختو شیبو کې شپې او ورځې سباکوي، خو د پر دیو غلامان او دهغوی اجیران، په دې لټه کې دي چې څنګه دافغانستان واټونه او کوڅې دافغانانو پر وینو سرې کړي. شهید جمال په خبرو کې ناګهانه موضوع په هېواد کې د پوهنې پرمختګ ته واړوله هغه تند وویل، د پوهنې پر مختګ د افغانستان پر مختګ دی او پر دوام يې زیاته کړه دپوهنې د پرمختګ له بهریر سره دښمني دا مانا لري چې دنوي نسل پر ژوند پېرزوینه نشته او هغه ډلې ټپلې چې په دې برخه کې اخته دي هغوي ملي خاینین او ملي غداران دي او هېڅ وخت دوی خپلې موخې ته نه شي رسېدی. ارواښاد ارسلا په خوښۍ سره د ژوندون د سهار د خپرونې د کوربه د هغې پوښتنې په ځواب چې په لوګر کې د پوهنې د پرمختګ لپاره ترې مطرح شوه وویل، دپوهنې وزارت په تیرو څلورو کلونو کې د هېواد په کچه دښوونې او روزنې عمومي وضعیت ته په مثبت ډول بدلون ورکړی ، په مرکز او ولایاتو کې دښوونکو امتیازات او کاري کچه تر مسلکي ارزونې وروسته په نویو کاري او غوره مسلکي میتودونو لوړ کړی شوي دي، په همدې ډول په مرکز او ولایاتو کې دښوونځیو لپاره نوي ودانۍ په عصري او مدرن ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي همدې ته په کتو اوس د لوګر معارف هم پرمختګ کړی دی او پر وړاندې يې خنډونه نشته دي، ارسلا جمال د خبرو په وروستۍ برخه کي وویل، مونږ په خپله خاوره کې دملي وحدت او ملي هویت غوښتوکي یو، هر هغه شخص چې ملي او افغاني هوډ ولري او افغان زورېدلي او کړيدلي ولس ته خدمت وکړي هغه ته دقدر په سترګه ګورو.
زما په اند دغه مرکه د شهید ارسلا جمال وروستۍ رسنيزه مرکه وه چې له ژوندون تلوېزیون سره يې کړې وه، شهید ارسلا جمال د هېواد د اقتصادي او پوهینز پرمختګ ته ډېر پام وو، او کله کله به چې ژوندون تلوېزیون ته هم راته بیا به يي له مونږ سره په مجلس کې په ښوونه او روزنه ډېر ټینګار کاوه او ویل به يې، ((به يي هڅه وکړې په کور او کلي کې خلک وهڅوۍ چې خپل کوچنیان ښوونځيو ته واستوي.)) شهید ارسلا جمال د ۱۳۹۲ لمریز کال د تلې د میاشتې په ۲۳ نیټه د لوی اختر په لومړۍ ورځ د هېواد قسم خوړلو دښمنانو له خوا د ټولو اسلامي ارزښتنو د پښتو پر لاندې کولو سره په مسجد شریف کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونو توکو په یوه ناځوانمردانه چاودنه کې په شهادت ورسید.