تاند- د هغو کسانو لپاره چې چای څښي، ښه خبر دا دی چې د هغوی لپاره داسې چاینک جوړ شوی چې د چای ترڅنګ په څو نورو برخو کې هم ورڅخه کار اخیستلی شي.

دا ځیرک یا سمارټ چاینک د چای دمولو کار ډېر اسانوي او د دې ترڅنګ د چای د دمېدو موده او د هغه حرارت کنټرولوي.

دا چاینک، چې ټیپلو (Teplo) نومېږي، یو سینسر هم لري.

کله چې د چاینک پر سینسر ګوته کښېږدئ، ستاسو د زړه د ضربان، او یو شمېر نور روغتیايي معلومات کنټرولوي او په اړه یې معلومات درکوي.

دا چاینک تاسو د چای د دمولو له وخته هم خبروي.

خو پام مو وي چې ډېر تود چای ونه څښئ ځکه چې په یوه تازه څېړنه کې ویل شوي چې ډېر سور چای ممکن د ستوني د سرطان سبب شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *