تاند- اینټل کمپنۍ او د امریکا د انرژۍ وزارت غواړي چې د یو بل په مرسته یو ستر کمپیوټر جوړ کړي.
دا کمپیوټر به په یوه ثانیه کې د یو ایګزا فلاپ پروسیس قدرت لري.
هر ایګزا فلاپ په یوه ثانیه کې د یو ملیارد وارې ملیارد معادل دی.
د ایشین اېج خپرونې د راپور له مخې، تمه کېږي چې دا ستر کمپیوټر به تر ۲۰۲۱ م کال پورې بشپړ او بازار ته وړاندې شي.
له دې ستر کمپیوټر څخه به په بېلابېلو څېړنیزو برخو کې کار اخیستل کېږي.
د انیټل کمپنۍ او د امریکا د انرژۍ د وزارت ترمنځ له شوي قرارداد سره سم به د دې کمپیوټر پر جوړولو ۵ سوه ملیون ډالره ولګول شي.
دا ستر کمپیوټر به هم په دودیز ډول پروسیس کولی شي او هم به د ساینس او ټکنالوژۍ د دنیا ناحل شوې معماګانې او ځینې ستونزې د مصنوعي ذهانت له ټکنالوژۍ څخه په کار اخیستو حل کولی شي.
له دې کمپیوټر څخه به د ستورپېژندني، طب، او د نویو موادو په کشف کې کار اخیستل کېږي.
همداراز ویل شوي چې له دې ستر کمپیوټر څخه به، چې (Aurora) نومېږي، د سرطان په درملنې، اقلیمي چارو او د ځینو سختو او لااعلاجو ناروغیو په درملنې کې کار اخیستل کېږي.