سینګاپور

تاند- د سینګاپور نوی نړیوال هوايي ډګر له ډېر انتظاره وروسته بشپړ او رسماً پرانیستل شو.

د دې هوايي ډګر، چې جویل چانګي نومېږي، یوه ځانګړتیا دا ده چې په منځ کې یې ډېر لوړ اوبځړ یا آبشار شته.

دا اوبځړ د ودانۍ په منځ کې د نړۍ تر ټولو لوړ ابشار دی.

د سینګاپور د نوي هوايي ډګر اوبځړ د هوايي ډګر د ونو – بوټو اوبه هم برابروي.

د دې ګردي اوبځړ په شاوخوا کې سرپټی پارک جوړ شوی چې یوه ځنګل ته ورته والی لري او په منځ کې کې د پلیو لارې شته.

اوبځړ او پارک د هوايي ډګر د ودانۍ په داسې ځای کې جوړ شوي چې بېلابېلو ترمینلونو ته لارې یې له منځ یا څنګه تېرېږي.

دا ودانۍ ۱۳۴ زره متر مربع لویوالی لري او شیشه يي چت لا ښکلا ورکړې ده.

د ابشا ر اوبه له ۲۰۰ متره لوړ ځایه لاندې توییږي او د پارک بېلابېلو برخو ته بهېږي.

په هره دقیقه کې ۳۷ زره ۸۵۴ لیتره اوبه توییږي.

دا سیستم داسې جوړ شوی چې د باران له اوبو څخه هم پکې کار اخیستل کېږي

د دې هوايي ډګر په ترمینلونو کې په یو وخت یولک تنه ځاییږي. په هغه کې ګڼ شمېر رستورانونه، تفریحځایونه، استراحت ځایونه او یو ۱۳۰ خونیز هوټل په پام کې نیول شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *