په اروزګان ولایت کې د وسله والو له لوري د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له کبله یو ملکی کس شهید او یو بل تن ټپي شوی دی.
چاودنه د دهراود ولسوالۍ په ایکوريې کلي کې په یوه ملکي مازدا موټر هغه مهال رامنځ شوه چې د بازار په لوري روان او د وسله والو له لوري د سړک غاړې په ماین برابرشو، د چاودنې په ترڅ کې یو تن ملکي کس وژل شوی او یو بل ټپي دی دغه راز د یادې ولسوالۍ د بازار په یوه مارکیټ کې د ځای پرځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه شوې چې ځاني زیان نلري خو مالي زیانونه یې اړولي دي.
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې ملکې بې ګناه وګړي د وسله والو د بمي چاودنو او بریدونو هدف ګرځيدلي چې څو ورځې وړاندې د غزني په اندړو ولسوالۍ په صاحب خان کلې کې د واده په ورا ماین چاودنه او د آتلسو بې ګناه خلکو شهادت یې ښه بیلګه ده .
عبدالله همت د اروزګان ولایت ویاند