تاند نیوز ډیسک: د افغانستان له شلو کلونو څخه د کم عمره ځوانانو فوټسال ملي لوبډله نن ماښام شپږ نیمې بجې د اسیايي فوټسال سیالیو په پایلوبه کې له جاپان سره مخامخ کېږي.
دواړو لوبډلو تر دې وړاندې یوه دوستانه لوبه هم کړې چې په ترڅ کې یې افغانستان د جاپان لوبډلې ته څلور پر درې ګولونو ماتې ورکړې ده.
افغانستان د فوټسال په روانو اسیاسي اتلولیو کې تر اوسه هانګ کانګ، تایلنډ او انډونیزیا ته ماتې ورکړې او پایلوبې ته یې ځان رسولی دی.
خو جاپان بیا هغه لوبډله ده چې تر دې وړاندې دوه ځلې سر په سر د فوټسال د شل کلنو ځوانانو د اسیایي لوبو اتله پاتې شوې ده.
دا لوبې د ایران په تبریز ښار کې روانې دي. تراوسه پورې د افغانستان لپاره په دې سیالیو کې د ډېرو ګولونو له نظره سیدحسین موسوي ښه ځلېدلی دی.
ولسمشر غني په دغو لوبو کې د افغان ځوانانو ښه لوبه ستایلې او له لوبغاړو سره هم غږیدلی دی.