تاند- هند غواړي چې د راتلونکې جولای په ۱۵ نېټه سپوږمۍ ته یوه ستوربېړۍ یا لینډر (جندریات ۲) واستوي.
دا هیواد همداراز غواړي چې تر ۲۰۲۲ پورې فضا ته یو هوامزلی ولېږي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، هند د سپوږمۍ لپاره ځانګړې ستوربېړۍ جوړوي.
د هند د فضايي ادارې چارواکي وايي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به یوه کوچنۍ فضايي اډه جوړه کړي.
د هند د فضايي ادارې رييس کې. سیوان ویلي، که دا دوې پروژې بریالۍ شوې تر ۲۰۲۲ پورې به فضا ته هوامزلي ولېږي.
د اسوان په وینا دا ډېرې سترې پروژې نه دي.
ده وویل چې دې کوچنۍ اډې ته به یوازې هوا مزلي تګ راتګ کوي او په فضا کې به د تحقیقاتو لپاره وسایل پکې ځای پر ځای شي.
سپوږمۍ ته به د هند بې سپرلیو لینډر یا ستوربېړۍ د راتلونکي جولای په ۱۵ نېټه روانه شي او اټکل کېږي چې د سږکال د سپټمبر په شپږمه ورسېږي.