احسان الله احسان

د ولس په سر د مالکیت (خپل ګنلو) جنګ روان دی، هر یو یې په سر د خپل بللو له رویه ځانته د پریکړې حق ورکوي او دعوه لري، چې ولس دوی سره دی، مقابل جانب هسې لګیا دی او بې ځایه دعوې کوي. ملت ورک دی، نامعلوم دی، بې درېځه دی، لوی او د اکثریت اړخ یې ګونګ دی او هېڅوک سم نه پوهېږي، چې په رشتیا ولس له چا سره دی، څوک یې دعوه کې ریښتوني دي او چا ته یي په استازولۍ د پریکړې حق شته؟!

دا او نورې ډېر ولسي غوښتنې، پریکړې او درېځونه به تر هغو همداسې لانجه مند، ګونګ او نامالوم وي، تر څو خپله ولس خپل درېځ او اصلي ملاتړ روښانه نه کړي.

د اتلس کلن شدید او وژونکي جنګ دواړه خواوې تر شا د ولاړ ولس دعوه لري؛ یوه یې په دې خاطر جنګ روان ساتلی، چې موږ د ولس په غوښتنو، ارمانونو، کلتور، دین او نورو ټولو ارزښتنو پوره وو او د همدې ولس په خاطر مو حکومت کاوه، چې موږ په زور راوپرځول شوو او وشړل شوو، نو اوس د همدې ولس په خاطر چې ټول خیر یې زموږ په وجود کې پټ وو او دی_ جنګېږو، بل خوا دویم لوری د همدې ولس د خیر، ترقي، عصریت، نس مړېدنې او حقوقو ورکونې پخاطر ځان د همدې ولس فرشته بولې او وایي موږ هم د همدې ولس د آزادیو او حقوقو په خاطر را میدان ته شوي یو او د همدې حقوقو د ساتنې په پار جنګېږو او د عصري سیستمونو په ساتلو لا قایمِ مقام پاتې کېدل غواړو.

دوی دوه خو سره بوخت دي، چې پخواني مجاهدین هم چاته میدان نه پرېږدي او له دوی دواړو ځان ډېر د دې ولس وارثان بولي. کله هم چې د ولس خبره کېږي، لمړي بیرغ دوی جګوي، هم ځان د ولس انتخاب او له دین سره سره د نجات فرشتې بولي او هم یي د برخې لمړي او اصلۍ مستحقین. که د ولس په سر د سولې، جګړې او یا بلې هرې پریکړې خبره شي، نو دوی باید اول وي، ځکه جهاد یي کړی، دین، وطن او ولس یي ژغورلی.

له بله لوري، د دوی ټولو په سر را وارد شوی قوت هم د دوی له دعوو سره ورته ولسي او د افغان انسان د ژوند ژغورنې او حقوقو ورکونې دعوه لري، چې د نورو سره سره د دوی دعوه هم پرې وراضافه او جالبه ده.

نوي راوتلي، له جهادي ویاړه پاک او په عصریت سمبال سیاسي ګوندونه، خدماتي سازمانونه، مدني ټولنې او نور مختلف سیاسي او مدني ادرسونه هم د دوی په شان د ولس له منځه د ولس په خوښه او خیر د ولسي نجات_حقوقو ګتلو او خدمت کولو لپاره له ځان سره د ولس دعوه لري، چې ګویا اصلي او حقیقي ولس له دوی سره دی.

انسان حیران شي، چې دا ولس اوس څوک دی او له چا سره دی!؟
شاید ولس هم حیران وي، چې دا ولس اوس څوک شو او له چا سره شو؟!! دوی شاید فکر کوي چې ولس به بل څوک وي او هغوی به له دوی سره وي(!) هسې به دوی غلطۍ کې ځان ته د ولس فکر کوي او ولس به هماغه وي، کوم چې دوی یي یادوي او دعوې یې کوي، دوی به نه وي! همدا دعوې، رامنځته شوی هیجان، تقسیمات او ګونګتیا هم ولس حیران او ورک کړی، هم کمشمیره ولس شمیره طبقه، چې اوس په رښتیا ولس له چا سره دی او څوک یي دعوه کې ریښتوني، حقیقي حق ورکونکي او ګټونکي دي؟؟

دا حالت به همداسې نامالوم، غیر حقیقي او ناثابت تر هغو مخته روان وي، تر څو چې ولس خپله خپل ځان ثابت کړی نه وي. راپورته شوی نه وي، واضح، سرعام او بربنډ یي پرته له ویرې او طمعې خپل مسیر ځانته په خپله نه وي ټاکلی. خپل وارث په خپله مالوم نه کړي، د خپل ځان، مال، وطن او چارو پریکړې پخپله ونه کړي، جدي خپلمنځي ولسي دريځ جوړ او ښکاره نه کړي او په کلکه له پورته ټولو یادو خواوو دفاع ونه کړي، دا هر څه به همداسې ګونګ او نامالوم روان وي. نه به په رشتیا ولس، ولسي تقاضا، اړتیا او ارمان مالوم وي، نه وارث او حقدار.

نو، یو ولسي پاڅون، دريځ رڼولو او طرف مالومولو ته اړتیا ده!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *