تاند- سره له دې چې د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په نړیوال جام کې نن (شنبه) په ۱۱ منډو مسابقه پر هند وبایلله خو دا په روان تورنمنټ کې د افغان لوبغاړو تر ټولو ښه لوبه وه.
افغان لوبغاړي خورا نژدې شوي وو چې په دې نړیوال جام کې لومړنی بری ثبت کړي.
محمد نبي هماغه راز چې په باولینګ کې ښه وځلېد په بیټنګ کې یې هم د خپلو هم ټیمیانو په پرتله تر ټولو ډېرې منډې وکړې. ده په ۵۵ توپونو ۵۲ منډې وکړې. رحمت شاه په ۶۳ توپونو ۳۶، نجیب الله ځدراڼ په ۲۳ توپونو ۲۱، حشمت الله شهیدي په ۴۵ توپونو ۲۱، ګلبدین نایب په ۴۲ توپونو ۲۷ او راشد خان په ۱۶ توپونو ۱۴ منډې وکړې.
نن ډېره تمه کېده چې افغانستان به دا مسابقه وګټي.
افغانستان- هند| د لومړي ځل لپاره سوکه بالران ښه وځلېدل
تاند- د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن /شنبه/ د لومړي ځل لپاره میدان سوکه توپ ته برابر و او افغانستان، چې سوکه بالینګ یې د قوت ټکی دی، هند پرې نه ښود چې تر ۲۲۴ زیاتې منډې وکړي.
هند، چې پچه یې ګټلې، غوره وبلله چې لومړی بیټنګ وکړي خو د لوبې په لومړیو شېبو کې مجیب الرحمن د هند (ښايي تر ټولو) تکړه توپ وهونکی آر جي شرما وسوځاوه. شرما په ۱۰ توپونو یوازې یوه منډه وکړه. (تفصیل په سپوږرت ویبپاڼه کې)