تاند- د ژوند د مدني ټولنې مسوول نقیب الله خاکسار نن /شنبه/ په غزني کې د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شو.
د ژوند مدني ټولنې غړي وايي چې د دوی د ټولنې مشر خاکسار ماسپښین ۳ بجې وویشتل شو.
د دوی په وینا په دې پېښه کې دوه تنه نور ژوبل شوي او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
تراوسه پورې هیڅ ډلې د دې تروریستي برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د ژوند مدني ټولنې غړي وايي چې خاکسار له هیچا سره شخصي دښمني نه لرله او یوازې یې د ټولنې د خیر ښېګڼې لپاره مدني هلې ځلې کولې.
په غزني کې وسله وال طالبان زیات فعال دي او پخوا د ګڼو هدفي وژنو مسوولیت د طالبانو په غاړه اچول شوی دی.