تاند- د غزني چارواکي وايي، د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د هیواد د مشهور امپراتور سلطان محمود غزنوي په مقبره کې د چاودنو هڅه ناکامه شوه.

د غزني د والي ویندوی عارف نوري نن /یکشنبه/ وویل، د دولت وسله والو مخالفانو نن سهار وختي (۵ بجې) غوښتل چې د غزني ښار په شمالي څنډه کې د روضې په کلي کې د سلطان محمود غزنوي په زیارت کې ماینونه کښېږدي خو یو ماین پر طالبانو وچاودېده چې په نتیجه کې یې یو طالب ووژل شو او بل ټپي شو.

په وروستیو کې د غزني په څو تاریخي زیارتونو کې بمي چاودنې شوي او د هغو تاریخي ودانۍ نړول شوي دي.

د دولت وسله والو مخالفانو د دې حملو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د سیمې ځینې اوسېدونکي وايي چې اکثره طالبان له زیارتونو او تاریخي ودانیو سره مخالفت نه لري خو د دوی په منځ کې سلفي یا وهابي عناصر او  همداراز د پاکستان له لوري استخدام شوي کسان هم شته چې دا ډول حملې کوي.

طالبانو پر کابل د شپږ کلنې واکمنۍ په موده کې د بامیان تاریخي مجسمې او دغه راز د کابل موزیم ګڼ تاریخي او ارزښتناک اثار ویجاړ کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *