تاند نیوز ډیسک: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نږدې راتلونکي کې طالبانو سره د سولې خبرو اترو د اووم پړاو د پیل خبر ورکړی دی.
خلیلزاد په دې اړه په خپل ټویټر لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو به د جون پر ۲۹مه یعني د چنګاښ په اتمه پیل شي.
خلیلزاد دغه راز ټینګار کړی چې ټول لوري دا وار خبرو کې خورا چټک پرمختګونه وشي.
خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اووم پړاو په داسې حال کې پیلوي چې سیمې او افغانستان ته یې اتم سفر د جوزا په اته ویشتمه بشپړ شو او نوموړی امریکا ته وګرځېد.
نوموړي دا سفر د جوزا په لسمه سیمې ته پيل کړی و او دا وار تر یوې اوونۍ پورې په افغانستان کې پاتې شو.
خلیلزاد دا وار سفر کې بلجیم، المان، پاکستان، قطر، اماراتو او افغانستان کې د ده په وینا له چارواکو سره ښې ډېرې مشورې وکړې.
نوموړي افغانستان ته په راتګ ولسمشر غني سره په لیدنه کې وویل، د سولې خبرې اترې نوي پړاو ته داخلېدونکې دي، د خلیلزاد په خبر دا وار د سولې خبرو اترو نوي پړاو کې اړتیا ده چې افغانان په کې تر هر بل وخت زیات راښکېل کړای شي.
