تاند نیوز ډیسک: د ولسي جرګې ۳۷ ورځنی جنجال بالاخره اوار شو او اوس به د جرګې د ریاست لپاره بیا له سره ټاکنې کېږي.
جرګې له اوږدو کشمکشونو وروسته نن د ننګرهار د خلکو استازی نوراغا قیس ملکزی خپل مؤقت مشر وټاکه او پر یوه جنجالي رایه یې بیا له سره پټه رایه اچونه وکړه چې په ترڅ کې ی‌ې میر رحمان رحماني ۹۰ د تایید او ۱۲۰ د رد رایې ترلاسه کړې.
دغه راز نننیو ټاکنو کې هم ۱۶ رایې باطلې او درې رایې سپینې راووتې.
د ولسي جرګې د ثور ۲۷ مې په ټاکنو کې کمال ناصر اصولي ۵۳ رایې او میر رحمان رحماني د ۲۴۷ رایو نه ۱۲۳ رایې واخیستې چې ۵۰ جمع یو پوره نه شوې خو موقت رییس نوموړی په خپل سر د ټاکنو ګتونکی اعلان کړ.
دې کار اوږد مهاله جنجالونه وپارول او نن یې په اړه مشرانو جرګې وویل ، د پارلمان د جنجال اوږدیدا خلکو ته بد ذهنیت ورکړی او دا جنجال به د افغانستان د تجزیې لپاره د خطر زنګ وي که اوار نه شي.
دغه راز د امریکا سفیر هم ویلي وو، واشنګټن د افغان پارلمان ناورین پاروونکي جنجال ته اندیښنه کې دی
.

One thought on “د ولسي جرګې جنجال حل شو، رحماني به کرار کېني ټاکنې بیا کېږي”
  1. زه ټولو دوستانو ته یوه توصیه کوم هغه دا چه:-
    یو خو ډیر ژر د افغانستان د تجزیه خوبونه مه ویني افغانستان تنها د دا یو څو لنډغرو چه په پارلمان او مشرانو جرګه کي ناست دي چه کله کله خو يي قیمت صرف لس زره ډالر وي او یا د شوروي دنانځکو او یا دامریکا دنانځکو او یا دپاکستان دنانځکو نه دي افغانستان اوس هم خپل ډیر اصلي بچي او زمری لري په خواره جامه کي به وي خو همت يي تر دي لنډغرو ډیر لوړ دي، او دا د مشرانو جرګه او پارمان خو دي بیخي غټي غټی خبري نه کوي دوي دي د ځان سره یو محاسبه وکړي چه دافغانستان څو فیصده ولس دوي ته رایه ورکړي خو دتقلب سره سره په ۱۵۰۰ رایو هم په پارلمان کي ناست وي، که ځاي درښتیا راغلي بیابه وګوري چه دافغانستان دا پنځوس میلیونه نفوس ورته په ۱۰۰ میلیونه تبدیلیږي، پام چه دالله جل جلاله هغه حقیقي قدرت او دهغه سپیڅلی لښکرهیڅ وخت دپامه ونه باسي.
    په درنښت

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *