اکرم امام اوغلو خپله بریا لمانځي
منيب الرحمان رحماني

د ۲۰۰۱م لومړي کال څخه تر نن د ترکیې په سياسي فضا کې اردوغان بې بديله کس ګڼل کېده، د هغه ملاتړي به هم چې ورڅخه ناراض شول نو په سترګو به یې داسې څوک نه ليدل چې د ده ځای ونيسي.
اردوغان هم د ترکيې په سياست کې په داسې يو حالت کې راښکاره شو چې د ټولنې يوه لويه برخه د حاکم ګوند د کړنو څخه ډېره ناراض وه.
د رجب طیب اردوغان غوندې يو شخصیت راښکاره کېدل ټولنې ته د‌ اميد يو آدرس ورکړ.
په ۹۰ کلونو کې چې خلق ديموکراتيک ګوند حاکم و داسې يوه فضا یې رامنځته کړې وه چې خلک نور تر پوزو راغلي او د ژغورنې لپاره يې هرې خواته لاس اچوه،د اقتصادي سقوط سره يو ځای د ټولنې د محافظه کارو خلکو په وړاندې د خلق د دموکراتيک ګوند کړنو خلک يو د اميد څراغ ته بې صبره کړي و.
په داسې يو وخت کې اردوغان راغی چې د عدالت او يوالي غږ یې پورته کړ، اردوغان د راتګ څخه تراوسه د ترکیې د خلکو د اقتصادي سحطې په لوړولو او د نابرابريو په لرې کولو کې ستر رول ولوباوه.
 
خو د نړی او ترکیې ټکر د ترکیې اقتصادي مزل سست کړ،د نړی لپاره د امريکا په نوې نقشه کې ترکيه خپل ځای پوره غواړي خو د امريکا په نقشه کې ترکيه بايد سترې قربانۍ ورکړي.
دا هغه څه دی چې اردوغان او امريکا یې سره ښکر په ښکر کړي، په داسې وخت کې چی امريکا په ترکیه فشارونه زيات کړل، د ترکیې د پيسو ارزښت يې تر نيمايي زيات وغورځاوه چې په دې د ترکيې اقتصاد ته سخته ضربه خوړه.
 
د دې ضربې سره سره امريکا د يو طرفه ترکيه په اقتصادي جګړې سره ځپي او د بلې خوا د میډیا په واسطه ترکانو ته دا ذهنيت ورکوي چې دا د دولت د لاسه ددولت د غلطو سیاستونو له لاسه.
 
د اکثریت خوراکي او نورو توکو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې،ترکیه کې سرمايه ګذاري کمه شوه،د پیسو انتقالات‌ کم شول،دبېکاری سحطه په لومړي ځل ۱۴ ته رسېدلې.
 
له دوو لسیزو راهیسې په راحت عادت شوې ترکي ټولنې ته دا د زغم وړ نه و او لکه څنګه چې د اردوغان د راتګ مخکې يو‌ د اميد څراغ ته په تمه و همداسې يو اميد ته يې بیا سترګې غړولې وې چې د ترکیې سياست ته يوه نوې څېره راښکاره شوه.
 
د ترکیې رسنیزه فضا د بېکاری په شکايتونو،دنرخونو په لوړوالي،داردوغان او مخالفینو په سختو څرګندونو ډکه وه چې دې نوې څېرې د خلق دموکراتيک ګوند څخه سر راپورته کړ.
 
اکرم امام اوغلو د خلق دموکراتيک ګوند غړی او تر دې وړاندې د استانبول د يوې ولسوالۍ د ښاروالۍ ښاروال و،هغه يوه جذاب شخصیت لري،ژبه يې نرمه د يووالي،امید او پرمختګ خبرې کوي.
 
هغه په په خپل کردار د ډېرو ترکانو زړه ګټلی،اوس هغه ټوله ترکيه او نړی د اردوغان د بديل په صفت پېژني.
په اصل کې کوم پيل چې اردوغان کړی و همغه نن اکرم امام اوغلو وکړ.
 
دا ښکاره خبره ده چې د اکرم امام اوغلو او رجب طیب اردوغان ژبې او ظاهر که څه هم سره ورته دي خو لارې او موخې کاملاً بېلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *