د امریکا سفیر

تاند نیوز ډیسک: یوه ورځ وروسته له هغې چې طالبانو افغاني رسنیو ته د هدف ګرځولو ګواښ وکړ، کابل کې د امریکا سفیر جان باس په یو ټویټ کې ویلي، طالب ډله باید د افغان خبریالانو ګواښل بس کړي.
جان بس ویلي، خبریالي جرم نه دی بلکې دا مسلک یو نړیوال خدماتي ارزښت دی.
جان بس رسنۍ د تېرو ۱۸ کلونو لویه لاسته راوړنه بللې او ویلي یې دي پر رسنیو او ملکیانو بریدونه یا د هغوی ګواښل سولې ته د افغانستان رسېدو کې خنډ اچوي او طالبانو ته هم د هغوی سیاسي اهدافو ته رسېدلو کې ستونزه جوړولی شي.
طالبانو پرون یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ګواښ کړی چې د دوی اړوند له سپکاوي ډک سوداګریز اعلانونه دې بند کړي ګني د حکومت د استخباراتي ادارو په توګه به تر هدف لاندې ونیول شي.
د طالبانو دغې اخطاریې د رسنیو سخت غبرګون راوپاراوه او کابل کې د رسنیو ګڼو مشرانو یو خبري کنفرانس کې وویل، د طالبانو دا کار د بیان د ازادۍ خلاف کار دی او دوی باید رسنیو ته لاره وضع نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *