تاند نیوز ډېسک: د هرات امنیه قومنداني تېرو دریو میاشتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو د ۸۴۱ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده نن سه شنبه خبري کنفرانس ته وینا کې وویل، پولیسو دا کسان د وسله والو غلاو، انسان تښتونې، فریبکارۍ، د اسنادو جعل، روشت، قاچاق او مخدره توکو د پلور په تور نیولي دي.

وليزاده زیاته کړه، په تېرو دریو میاشتو کې پولیسو له مجرمینو سره یو ځای لس میله کلاشنکوفونه او ۱۵ تفنګچې  هم نیولي دي.

 نوموړی وايي، دغو تېرو دریو میاشتو کې ۱۲۰ کسان د مخدره توکو د پرچون پلور په تور نیول شوي او څارنوالۍ ته یې دوسیې استول شوي دي.

نوموړی زیاتوي په دغه موده کې پولیسو ۸۵ کېلوګرامه نشه يي توکي او ۵۰۶ لیتره الکولي مشروبات هم کشف او ضبط کړي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د لویو ښارونو خلکو په دې وروستیو کې له جنايي پېښو او غلاو ګڼ شکایتونه لرل خو کورنیو چارو وزارت په دې تړاو د خپلو اقداماتو خبر ورکړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *