اوس چې افغان حکومت او افغانستان یو ښه امنیتي او دفاعي بنسټونه لري او دا بنسټونه په ډيرو قربانیو جوړ شوي چې د افغانستان راتلونکي ته یې خلک ډير خوشبینه کړي چې هیڅکله به دښمن ته اجازه ور نه کړي چې دې وطن ته په بدو سترګو وګوري.
دا ټولو ته مالومه ده چې د پخوانیو مجاهدینو د رهبرانو کسانو هوایي رتبې اخیستې وې، مسلکي زده کړې یې نه درلودلې او ان ځینو خو یې عصري زده کړې هم نه درلودلې، خو دا چې هغه وخت مسلکي افسران، ډګروالان او جنرلان نه و، نو د اړتیا او مصلت له مخې همدا کسان په دندو وګمارل شول او افغان حکومت د ملي اردو، امنیت او پولیسو د مسلکي کسانو په روزنې کار پيل کړ.
اتلس کاله مزل سره اوس دفاعي او امنیتي برخه ښه ځوان مسلکي کادرونه لري چې د جګړې تر څنګ په عصري ټکنالوجۍ هم پوهیږي او کولی شي جګړه رهبري او له نورو هېوادونو سره ښې اړیکې وساتي.
افغان حکومت له تېرو څلور کلونو راهیسې د پخوانیو جنرالانو، ډګروالانو او ډګرمنانو د تقاعد لړۍ پيل کړې چې زرګونه کسان پکې تقاعد شوي او پر ځای یې نوي ځوان کادرونه چې مسلکي او عصري زده کړې لري، ګمارل شوي دی.
که څه هم په لومړیو کې اندیښنې وې چې ګنې تقاعد شویو کسانو ځای به ځوان کادرونه ژر ډک نه شي کړلی، خو د وخت په تیریدو ثابته شوه چې ځوان کادرونه کولی شي د جګړې تر څنګ په رهبرۍ کې هم موثر ثابت شي.
تازه اقدام کې ملي دفاع وزارت ۱۱سوه جنرالان، ډګروالان او ډګرمنان تقاعد کړي او پر ځای یې ځوان نسل ګمارلی دی، پخواني کسان د عمر له لحاظه ډير و او نه یې شول کولی چې تر دې وروسته مهمه دنده مخ ته یوسي.
ځوانان اوس د دفاعي او امنیتي سکتور په رهبرۍ کې شته چې تر بل هر وخت یې جګړه ښه رهبري کړې او د دولت وسله والو مخالفو ډلو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې.
ویلی شو چې روان او راتلونکی کال به د وسله والو ډلو لپاره د ژوند وروستي کلونه وي او ځوانه رهبري او افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه به د دې ډلې مرکزونه او ريښې له منځه یوسي.
که څه هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نوم بدي کولو لپاره د سیمې استخبارات کار کوي چې په افغانانو او یو او بل ادرس د خلکو له پامه بد کړي، خو افغانان هوښیار دي او هیڅ چانس نه ورکوي چې یو ځل بیا دا مهم بنسټونه نوم بدي او یا له منځه لاړ شي.
افغانان اوس په خپلو ځواکونو باور لري چې همدا ځواکونه دي چې د خاورې او ناموس دفاع کوي او هیڅ دښمن ته اجازه نه ورکوي چې دا ځواک او دا سیستم خراب کړي.
افغانستان د پرمختګ په حال کې روان دی او له یو کال څخه بل کال ته مو ځواکونه په ځان بسیا کیږي او مسکلي کیږي، تازه راپورنه ښيي چې اوس هوایي او شپني عملیات نوي سلنه افغان ځواکونه پلانوي او سر ته رسوي چې وسله وال ترهګر یې له سخت تاوان سره مخ کړي دي.