تاند نیوز ډیسک: د امریکا خارجه وزیر مایک پومپیو منځني ختیځ کې تر خپلو رسمي کتنو وروسته کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی دی.
پومپیو کابل ته له راتګ سره سم ولسمشر غني او اجراییه رئیس عبدالله سره هم کتنې کړې دي.
پومپیو ویلي، کابل او واشنګټن د افغان سولې په تړاو مشابه لیدلوري لري، له همدې کبله نوموړي هیله ښودلې چې تر راتلونکي سپټامبر وړاندې افغان سولې ته ورسیږي.
ټاکل شوې خلیلزاد راتلونکې شنبې ته په قطر کې طالبانو سره اووم پړاو خبرې پیل کړي، خو پومپیو په دې اړه وایي، امریکا طالبانو سره د عسکرو ایستلو برخه کې هوکړې ته نه ده رسیدلې، مګر دی هیله لري چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.
پومپیو دغه راز له پاکستانه هم افغان سوله کې د عملي همکارۍ غوښتنه وکړه.
پومپیو سعودي او عرب اماراتو ته په سفر دې لپاره راوتلی و چې د ایران پر ضد عربي هیوادونو سره ستراتیژیکه همغږي رامنځته کړي.
