جمهوري ریاست وایي، ولسمشر غني به پاکستاني چارواکو سره د اسلام اباد د دوه ورځني سفر په ترڅ کې پر امنیت، طالبانو سره مخامخ خبرو، سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ پر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي. د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه تاند ته په را استول شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي، ولسمشر غني په دې تړاو پرون مازیګر له یو شمېر سیاسي او سیمه ییزو کارپوهانو، د پوهنتون استادانو او خبریالانو سره، پاکستان ته د خپل سفر د موخو په اړه خبرې او مشورې هم کړې دي خبرپاڼه وايي، ولسمشر د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، امنیت او سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره هراړخیز بحثونه، پاکستان ته د خپل سفر اصلي اهداف یاد کړل او زیاته یې کړه مخکې هم پاکستاني مقاماتو بلنې ورکړې وې، خو دا سفر د سولې مشورتي لویې جرګې د استازو د غوښتنې پر بنسټ کېږي. افغان چارواکي وايي، د ولسمشر غني له دغه سفر څخه به په ډاګه شي چي پاکستان په رښتیني ډول د افغان سولي په برخه کي څه ډول همکاري کولای شي. ولسمشرغني تردوو نورو ورځو پاکستان ته ځي او دا لومړی ځل دی چې ښاغلی غني دعمران خان له حکومت سره خبرې کوي . ولسمشر د جون پر ۲۷مه پاکستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ کال هم د اسلام اباد په بلنه دغه هیواد ته تللی و، خو وروسته له هغې د کابل او اسلام اباد اړیکې ځکه خرابې شوې چې ولسمشر غني وویل، پاکستان د افغان کشالې په حل کې رښتینې همکارۍ ته چمتو نه دی.