د امریکا د لومړۍ مېرمنې میلانیا ټرمپ د دفتر مطبوعاتي مسووله سټیفني ګریشام د سارا سینډرز پر ځای د سپینې ماڼۍ ویانده شوه.
د سپینې ماڼۍ د ویاندې پر څوکۍ د ګریشام د ټاکل کېدو اعلان پخپله د ټرمپ مېرمنې میلانیا ټرمپ وکړ او ویلي یې دي نوموړې به له دې وورسته د سپینې ماڼۍ د اړیکو د ریاست او ویاندې دنده مخته وړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سپینې ماڼۍ ویاندې او ټرمپ تر ټولو وفادارې کمپاینرې سارا سینډرز له خپلې دندې استعفی وکړه او علت یې دا وښود چې غواړي نور خپل وخت خپل ایالت کې ورته په تمه کورنۍ ته وباسي.
ټرمپ له سپینې ماڼۍ څخه د سارا سینډرز په تلو سخته خواشیني وښوده او هغه یې یوه زړوره خو وفاداره ویانده وبلله.