چین امریکا او ایران نه د اړیکو د ترینګلتیا پر ځای د صبر او زغم غوښتنه کړې ده.

په دې وروستیو کې چې ایران د امریکا ډرون الوتکه راپرځولې، له امریکا سره یې اړیکې خورا ترینګلې شوې دي او واشنګټن پر تهران خپل بندیزونه هم خورا سخت کړي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت  ویاند په دې اړه ویلي، پر یو بل فشارونه زیاتول د ستونزې د اواري لاره نه ده، بلکې واقعیت دا دی چې دا ډول کارونو تر ډېره منفي اغېز کړی دی.

د چین د خارجه وزارت ویاند زیاته کړې، د  ایران او امریکا د لانجې له کبله سیمه ییز تاوتریخوالی زیات شوی، مګر د ده په وینا هیله لري چې ایران او امریکا به یو تر بله له صبر او زغم څخه کار واخلي.

 دا په داسې حال کې ده چې چین پخپله هم له امریکا سره په اقتصادي جګړه  اوښتی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *