پاکستانۍ کلداره د تاریخ تر ټولو بد انفلاسیون خواته روانه ده او نن دغه هیواد کې د یو ډالر بیه ۱۶۲ اعشاریه ۲۵ کلدارو ته لوړه شوې ده.

پاکستاني چارواکو وړاندوینه کړې ده چې یو ډالر به ډېر ژر ۲۰۰ کلدارو ته لوړ شي.

څو ورځې  وړاندې پورې د یو دالر بیه ۱۵۸ کلدارې وه خو ناڅاپي په کې شاوخوا ۵ کلدارې لوړ والی راغلی او نن په ایکسچیج بازار کې یو ډالر په ۱۶۲ اعشاریه ۲۵ کلدارو تبادله کېده.

ازاد بازار کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د ډالرو بیه ۷ کلدارې لوړه شوې او بانکونو کې یې بیه اته اعشاریه اته کلدارې لوړه شوې ده، له دې کبله پاکستان باندې جون میاشت کې د پورونو اندازه ۸۰۰ ملیارده پاکستانۍ کلدارې زیاته شوې ده.

One thought on “کلداره پر ځمکه ننوته، یو ډالر ۱۶۲ کلدارې”

ځواب دلته پرېږدئ