پوهندوی آصف بهاند

دیارلسمه برخه

په ټيټ عمر کې واده، د تاوتریخوالي بله زشته بڼه د همدې مقالې د لیکلو په زماني واټن (۱۷/۰۶/۲۰۱۹) کې مې د فیسبوک په څو رنگي مخ کې، په همدې موضوع پورې اړوند له یوې نادودې سره مخ شوم. هغه دا چې ښاغلي Sadiqullah Afghan Afghan د دوه زره نولسم کال د جون پر شپاړسمه په خپله فیسبوک پاڼه کې یو خبر له عکس سره خپور کړی و چې دوې ډېرې د لږ سن نجونې د واده چامې په تن سینگار کړې ناسې دي. زه له ښاغلي Sardar Zahory څخه د زړه له کومې مننه کوم چې د ده د فیسبوکي هڅو په مرسته له دې موضوع څخه خبر شوم او په دې مقاله کې مې دې مهمې پېښې ته د تاوتریخوالي د یوې بیلگې په توگه ځای ورکړ.

لومړی مې دا د ښاغلي صدیق الله افغان افغان له پاڼې د ده لیکلی لنډ متن راکاپي کړ، خو بیا مې د لا استناد په موخه د لیکلي متن  او انځور عکس هم ورنه واخیست. دا لاندې یې عکس دی:

زه یې داسې گڼم چې له دې کوچنیانو سره دا کړنه د ټول عمر له پاره تاوتریخوالی دی.  «کورنۍ يې دا د نصیب کار بولي» خو د پردې تر شا کېدای شي چې دا نجونې په همدې کم سن کې یا په «بدو» کې ورکړل شوې وي او یا به د «ولور» مسأله په منځ کې وي. هر څه چې وې، وي به؛ خو له دې دواړو کوچنیانو سره د یوې شیبې یا یوه وار له پاره تاوتریخوالی نه دی شوی، بلکې د ټول عمر له پاره له دوی سره د تاوتریخوالي د بنسټ ډبره اېښودل شوې ده.

ما د همدې مقالو(له ماشومانو او کوچنیانو سر د تاوتریخوالي ستونزه) په ترڅ کې څو ځلې د کوچني د قانوني سن په باب د ملگرو ملتونو د اړوند څانگو د پرېکړو په باب خبرې کړې دي.

د موضوع حقیقت دا دی چې دا ډول عملونه له یوه یا دوو کوچنیانو سره تاوتریخوالی نه، بلکې د یوې لویې ټولنې د ماشومانو او کوچنیانو د ژوند د تباه کېدو د ناوړه او منفي دود پر دېواله یوه بله خښته اېښودل شوې ده.

دا چې وروسته دې کوچنیانو ته، کورنیو ته یئ، ټولنې ته او په ټول کې د هېواد نوي نسل او کلتور ته څومره ستونزې او نوم بدوالی رامنځ ته کوي؛ ښايي عاملینو ته یې دومره مهم نه وي، خو په راتلونکو کې لومړی د نوي نسل او بیا د ټولنې پر ژوند دومره ناوړه او ورانونکی اغېز ښندي چې بیا یې بېرته جوړول او ترمیمول ستونزمن نه، بلکې ناممکن وي او قرباني یې همدا نسل او راوروسته نسلونه دي.

ما څو ځلې د خپلو مقالو په ترڅ کې ویلي دي او اوس یې بیا په تکرار سره وایم چې:

ټولنه او مشران باید په دې پوه کړای شي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی پټ جنایت دی. او دې موضوع ته ما څو ځلې اشاره کړې چې له ماشومانو او کوچنیانوسره هر ډول تاوتریخوالی ډېرې ناوړه پایلې لرلای شي.

د ۲۰۱۸ ام کال د اپریل په اته لسمه نیټه چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په باب کومه مقاله ما خپره کړه، هلته مې په ساده او عام فهمه ژبه لیکلي وو:

«له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی اوس څه په نړیواله سطحه او څه زموږ د وطن او ټولنې په کچه کومه نا آشنا پدیده نه، بلکې ډیری یې پیژني او په دې هم یا لږ یا ډیر پوهیږي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي عمل یو منفي عمل دی، خو بیا هم په بیلابیلو ډولولونو تر سره کیږي، د منفي پایلو په باب یې لږ کسان پوهیږي چې څومره ورانونکې څپې لري. همدا اوس که په ټولنه کې د ډیری نا خوالو روانې ریښې را وسپړل شي، مالومه به شي چې ریښې یې په هغه تاوتریخوالي کې نغښټې دي، چې په کوچنیوالي کې له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي دي.»

خو په چا یې لولي او بیا یې پر چا عملي کوې؟

له بده شامته زموږ د ټولنې جوړښت او روابط  له هره اړخه چې وڅیړل شي د اوس له پاره داسې راغلي یا داسې عیار شوي دي چې: پرته له دې چې د ټولنې وګړي پوه شي، د ماشوم زورونې شرایط په کې برابر کړای شوي دي. د ملګرو ملتونونو د روغتیايی سازمان (WHO) د تعریف له مخې:

«ماشوم زورونه هر هغه عمل یا نظر ته ویل کیږي چې د ماشوم وجود ته، د ماشوم روغتیا ته، د ماشوم روان ته او د ماشوم نیکمرغۍ ته د تهدید یا ضرر رسولو بڼه ولري چې لومړني او اصلي عاملین یې میندې پلرونه او مسؤل کسان ګڼل کیـږي.»

ما پخوا هم په ټيټ سن کې د نجونو د ودولو ستونزې ته اشاره کړې وه او د تاوتریخوالي د مقالو په نهمه برخه کې مې داسې لیکلي وو:

«زموږ په هیواد افغانستان کې  او په تیره بیا زموږ پر ټولنه باندې د ناوړه سنتي دودونو او رواجونو په سیوري کې، د ماشومانو او کوچنیانو د حقونو د تر پښو کولو زمینه ډیره ښه مساعده ده او د اشخاصو او کورنیو د آبرو د ساتلو په غرض، هغه څه چې په ماشومانو او کوچنیانو باندې، په تیره نجونو باندې کیـږي؛ اصلاً د هیڅ ډول کلماتو او جملاتو په چوکاټ کې نه شي تشریح کیدلای. د ننګ، غیرت، آب آبرو او… د ساتلو په غرض د ماشومانو او کوچنیانو ټول ژوند د بربادۍ سوځیدونکي اور ته اچول کیږي.

دا هغه خاموش تاوتریخوالی دی چې له کلونو او پیړیو پخوا زموږ پر ټولنه حاکم دی او دا اوسني نسلونه او چیز فهمه خلک که د دې دودونو د له منځه وړلو له پاره څه وکړي ښه تر ښه، که نه په کلونو او پیړیو به راتلونکي نسلونه هم په دې اور کې وسوځي.

د جګړې د قانون د حاکمیت له کبله، په نجونو باندې د زورواکو د نه تیري په خاطر؛ ډیری کورنۍ حاضریـږي چې خپلې نا بالغه لوڼې په ډیر کم سن کې په میـړونو کړي او په اصطلاح؟ خپله آبرو په ځای کړي، دا چې هغه ماشومه یا نا بالغه نجلۍ ټول عمر ژوند په خپله نه، بلکې لکه مریی د نورو په خوښه تیروي، خیر دی، مقصد دا چې د هغې د کورنۍ آبرو پر ځای وي. مانا دا چې له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي ډیره سلنه، پر ټولنه باندې د ناسمو او ناوړه دودونو د حاکمیت له کبله او د همدې دودنو د سیوري په دایره کې تر سره کیږي.

په ټیټ سن کې د نجونو ودول که له یوې خوا له دې نجونو سره ډېر زشت تاوتریخوالی دی، له بلې خوا هغو هلکانو سره هم تاوتریخوالی ترسره کېـږي چې پرته له رضا او خبرېدو نه همدا نجونې ورته ودېـږي او دواړه لوري ټول عمر پرته له خپلې خوښې ژوند تېروي.

په پیټ سن کې د کوچنیانو ودول زموږ د کلتور هغه نیمگړې برخه ده چې په تر سره کولو سره کې نسلونه تباه کېـږي او مخ توروالی یې ټولو نسلونو ته ور په برخه دی. د همدې له پاره ټول قلموال رسالت او مسؤلیت لري چې د دې ناوړه پدېدې پر ضد خپل غږ اوچت کړي، مخه یې ونیسې او خپل راتلونکي نسلونه له بدمرغیو وژغوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *