د هلمند نهر سراج ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو یوه درې کسیزه ډله له وسایلو او امکاناتو پرته د سړک د غاړې ماینونه کشف او خنثی کوي.
د دې ولسوالۍ امنیتي چارواکي وايي، د حیات الله په مشرۍ دغې ډلې تېرو ۸ کالو کې ۳ زره ماینونه خنثی کړي دي.
حیات الله د دغې ډلې تر ټولو زړور کس دی چې محافظتي واسکټ او د ماین شنډولو له وسایلو پرته کولی شي ماینونه خنثی کړي.
نوموړی وايي، ماینونه په کولنګ او سیخانو راسپړي او ان تر نوزاد ولسوالۍ پورې په لاره د ماینونو پاکولو کار کوي.
د حیات الله یو بل ملګری نظر محمد وايي، د ماینونو شنډولو کار یې له یو بل پوځي ملګري زده کړي دي او تر اوسه یې د ۳ زرو ماینونو په خنثی کولو نه یوازې د زرګونه سرتېرو ژوند ژغورلی بلکې خپل خلک یې هم ساتلي دي.
د نهر سراج امنیه قومندان عبدالبصیر اڅکزی هم وايي، دغو پولیسو د ملي ځواکونو د تلفاتو زیاته مخه نیولې او ټولو عملیاتو کې ګډون کوي.