هرات کې د معلوماتي ټکنالوژۍ دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
مسوولان یې وايي، د نندارتون ۴۲ غرفو کې د محصلینو لخوا جوړ شوي کمپیوټري سافټ ویرونه، ګجټونه او نور توکي نندارې ته ایښودل شوي دي.
د هرات د مخابراتو رئیس عاشق الله عليزي رسنیو ته وویل، دا نندارتون معلوماتي ټکنالوژۍ کې کار ته د خلکو د هڅونې لپاره جوړ شوی دی.
دې نندارتون ته مخابراتي شبکو هم د خپلو خدمتونو په اړه معلومات ور وړي دي.
نندارتون ته راغلي خلک خوشاله دي او وايي، دغسې نندارتونو جوړېدل ځوانان له نویو تخنیکي او ټکنالوژیکي پرمختګونو سره اشنا کوي.
