تاند نیوز ډیسک: دټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، دوه ورځې وروسته د سرطان پر ۸ مه ۳۳ ولایتونو کې ټاکنو ته د نوملیکنې تقویتي دوره پای ته رسېږي.
د کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ رسنیز کنفرانس کې له خلکو وغوښتل چې دغو ورځو کې ټاکنو ته خپله نوملیکنه وکړي، ځکه د هغې په وینا دا دوره نه غځول کیږي.
د کمیسیون د مشرې اغلې نورستانۍ د معلوماتو پر اساس د جوزا له ۱۸ مې د سرطان تر ۶ مې پورې ۱۹۴ زره ۸۷۰ کسانو تذکیرې سټیکر کړې دي
نوموړې وایي، په دې کسانو کې ۱۲۲ زره او ۹۱۰ نارینه، ۶۹ زره و ۲۸ ښځې، دغه راز ۲ زره او ۹۳۲ کوچیان دي چې ثبت نام یې کړی دی.
حوا نورستانۍ زیاتوي، ټولټال ۴۵۹ مرکزونه د نوملیکنې لپاره پام کې نیول شوي وو، چې له منځه یې یوازې ۴۱۸ فعال او ۳۱ نور د ناامنۍ له امله غیر فعال پاتې شول.
هلمند او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د نوملیکنې تر ټولو زیات یعني ۱۰ مرکزونه په کې تړلي پاتې شول

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *