تاند – افغان ولسمشر اشرف غني پرون پنجشنبه (د سرطان ۶مه) په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو مرکز کې د پوهنتونونو یو شمېر استادانو، پوهانو او سیاستوالو ته خبرې وکړې.

ډاکتر غني په دغه مرکز کې له خبرو څخه مخکې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او یو شمېر نورو چارواکو او سیاستوالو سره ولیدل.‌

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، که پاکستان غواړي چې له موجودې اقتصادي محاصرې څخه وځي په کار دی چې په سیمه او په ځانګړې توګه په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي.

ولسمشرغني وویل چې افغانستان یو مستقل هېواد دی او ګاونډیان باید په هغو سترګو ورته ونه ګوري چې شل کاله مخکې یې کتل نو په کار دی چې د ورانکارې پالیسۍ او د یاغیانو د ملاتړ پر ځای له افغان حکومت او ولس سره اړیکې جوړې کړای شي.

افغان ولسمشر پاکستانیانو ته وویل چې د هېواد د کراچۍ او ګوادر د بندر د فعالولو لپاره یې په کار دی چې په افغانستان کې سوله راشي څو ګوادر او کراچۍ د منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره په داسې یوه بندر واوړي لکه دوبۍ چې ده.‌

ولسمشر اشرف غني وویل چې تېروتنې باید هېرې شي.‌

ویل کیږي چې پاکستاني پوځي اسټبلېشمنټ چې تر شا یې یو شمېر تحلیګلران د برتانیا سیاسي لاس بولي له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په افغانستان کې له مذهبي کړیو څخه په استفادې نا ارامي جوړه کړې او لا هم خپلې دغې تګلارې ته دوام ورکوي خو دا به وروسته معلومه شي چې آیا د ولسمشر غني دغه سفر ته به کوم عملي ځواب ورکړي که د افغان یاغیانو ملاتړ ته به دوام ورکړي.‌

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *