شرافت همتشرافت همت

‌ډاکټر شرافت همت

انزایټي یا د اندېښنې ناروغي دلته د ټولنیز شعور د کموالي، ټولنیزو ناخوالو، ناسمو چلندونو او د رواني ناروغیو د تاوانونو په اړه د خلکو د ناپوهۍ له امله ډېره زیاته ده.

دا ناروغي مختلفې نوعې لري، یو ډول ته یې phobias وایې، چې اخته شخص پرې د مشخصو شیانو یا حالتونو نه ویره لري. د همدې ناروغۍ د جملې نه یې یوې ته agoraphobia وایې، چې اخته کسان پرې ځان په پټو او کوچنیو کوټو کې ځان ارام  احساسوي او هغو ځایونو ته د سره تللی نشي چې عام وي او د خلکو ګڼه ګوڼه پکې ډېره وي. د دې ناروغۍ شدت اخر دومره زیاتیږي چې ناروغ له کوټې نشي وتلی او یوازېتوب خوښوي. که بل کس ورسره نه وي، له خونې بهر نشي وتلی او یو ډول شرم او ویره احساسوي.

له دې ناروغۍ سره همزمان یو بله ناروغي هم پیداکیږي چې panic attacks ورته وایې او د همدې ناروغۍ د شدت په وخت کې دا حالت رامنځ ته کیږي او ددې حملې یا حالت د راتللو پر وخت د زړه درزا زیاتیږي، په زړه یو ډول بوج وي او شخص حتا ځینې وخت د مرګ ویره احساسوي.

دا ناروغي انسان ډپرېشن ته مساعدوي، ځکه نشي کولی له ټولنې او خلکو سره پاتې شي او ټول ژوند یې له مشکلاتو سره مخ کیږي.

تداوي یې هم په درملو او هم په روحي سپارښتنو ممکنه ده، مثلاً سپارښتنو کې ورته ډاکټر وایې چې له خونې بهر تګ په ځان جبري کړه او چې څومره دې هم زړه نشو کولی، ضد کوه او د خلکو منځ ته ورځه، د خلکو سره پاتې کېږه او یوازیتوب ته ځان مه ورکوه. دا کار سخت وي خو په تمرین سره دا ستونزه په تدریجي ډول حلیدلی شي. ناروغ ته باید د ځینو نورو روحي فشارونو د کنټرول سپارښتنه هم وشي. په درملو کې د انزیټي ضد درمل په خاص ډول Alprazolam او clonazepam مؤثر دي او د ډپرېشن ضد درمل SSRI غوره نتیجه ورکوي، flouxitine انتخابي دوا ده.                                                  غوره دا ده چې که څوک دا ستونزه لري، عقلي ډاکټر (psychiatrist ) ته دې مراجعه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *