ټرمپ

د امریکا ولسمشر سویلي کوریا ته د سفر په ترڅ کې یو وار بیا د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ او ته په یو غیر نظامي زون یا ډي ملټري زیډ کې د لیدنې بدنه ورکړې ده.

دواړو مشرانو تر دې وړاندې هم دغسې یو زون هنويي کې سره لیدلي وو، خو دې لیدنې د امریکا او شمالي کوریا اړیکې مثبت لوري ته کش نه کړای شوې.

ټرمپ د جاپان اوساکا ښار د جي ۲۰ هیوادونو له ناستې وروسته ټویټ وکړ چې دی سویلي کوریا ته روان دی خو که د شمالي کوریا رهبر غواړي نو دی ورسره په کومه سرحدي سیمه کې سلام کلام کولو ته چمتو دی.

دا په داسې حال کې ده چې سویلي کوریا وايي، شمالي کوریا داسې اراده لري چې لومړی دې ترې بندیزونه ایسته شي بیا به دوی اټومي وسلې ختمې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *