تاند نیوز ډیسک: راپورونه وایي، طالبانو بیګاه شپه د بغلان نهرین ولسوالۍ کې د پاڅونوالو په پوستو بریدونه کړي دي او شاوخوا ۳۰ ولسي پاڅونوال یې وژلي دي.
د بغلان ډنډ شهاب الدین او ډنډ غوري کې د طالبانو لخوا تر وروستیو جګړو او ولسي کورونوته له زیان اړونې وروسته خلک راپورته شوي وو او د طالبانو د مخنیوي لپاره یې ځای ځای پوستې اچولې وې.
اوس د بغلان ولایتي اداره تاییدوي چې بیګاه شپه شاوخوا دولس بجې طالبانو نهرین ولسوالۍ کې د پاڅونوالو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي او تر سهاره ملا ازانه پورې یې جګړه کې تر ۳۰ زیات پاڅونوال وژلي دي.
راپورونه وايي، طالبانو د پاڅونوالو پوستې سوځولي او وسلې یې له ځانه سره وړي دي.
