زبیر افغان

زموږ په وطن کې شته مشکلات له هيچا پټ نه دي، عام خلګ هم په پوهېږي او خاص هم. د حکومت له ادارو بیا د خلکو تر کورو په هر ځای کې ستونزې شته. په ادارو کې فساد دی، بیروکراسي ده، جنسي زورونې دي، نااهل پر وظیفو مقرر دي، اړیک پالنې ادارو ته نامناسب کسان رسولي، چارواکي د ولس له حاله خبر نه دي، اختلافات دي، قاچاق دي، وژنې دي، جنګونه دي او… د ملت ترمنځ هم غمونه کم نه دي، غلط دودونه دي، فقر دی، بې باوري ده، بې کاري ده، زدکړې نه شته، په لکونو کسان په نشو اخته دي، خارج ته تښتي، غلاوې په خرپ شروع دي، په سیاسي او جنايي پيښو کې هره ورځ ولسي خلک وژل کېږي او سل نور غمونه.
له دې سره چې دلته د رسنیو لپاره خورا زیاتې سوژې شته او بیخي ډېر برنامې پرې جوړېدای شي، مګر له بده مرغه چې زموږ په رسنیو کې دې لور ته د توجو پر ځای یا سندرې خپرېږي، یا هندي و ترکي فلمونه وي، له دې سره په خوا کې بې ګټې تاوده سیاسي بحثونه وي چې د دې میدان متخصص کسان هم نه وي پکې ناست، بلکې له لیکواله رانیولې، د پوهنتون د ادبیاتو تر استاده، ملا، مدني فعاله، انجنیره او هر کس چې په مخه ورځي دلته راوړل کېږي او بحث په ګرموي. دا رښتیا هم ګرم بحثونه دي، ځکه ارجل برجل خلک وي، یو له ځمکې خبرې کوي بل له اسمانه، په اصولو نه سره پوهېږي، تجربې هم نه وي، سیاسي فعال ګوندونه نه شته چې د خلکو سیاسي شعور يې لوړ کړی وای، نو بحث کې یوازي تېزي په لوړ اواز خبرې کول، تورونه لګول، د بل د نظر مخالفت کول او د خبرې په نیمايي کې خبریال په خوله کې درلوېدل، دا ټول د ګرم بحث ځانګړتیاوې دي چې دلته ټولې پکې پوره وي، دا بحثونه د خلګو سیاسي شعور نه لوړوي او نه هم په حکومت کې اصلاحات راوستای شي ځکه د دوی خبرې نه د اصلاح وي نه پر سیاسي میزان د تول وړ، له دې امله يې په ټولنه کې اغېز هم نه شته.
موږ په ټلویزیون کې داسې پروګرام ته اړتیا لرو چې د حالاتو په سمون کې برخه ولري، زما د کور ماشوم يې پروګرام تعقیب کړي زه پر دې ونه ډار شم چې خراب يې کړ بلکې یو څه ترې زدکړي، زما ورځني مشکلات مطرح کړي. زموږ په رسنیو کې نه اصلاحي برنامې شته نه تعلیمي، نه لوی سم شی ترې زدکوي نه ووړ. حتا خبرونه يې داسې خسته کن وي چې له ترخو خبرو پرته هيڅ سم خبر نه لري. که ښه خبر او بد خبر دواړه وي، نو دوی تر ښه بد ته ترجیح ور کوي، دا چا نه دي ور ښودلي چې زموږ د ولس غمیزې کمې دي چې تاسو يې په دې کارونو نور هم غمونه زیاتوئ؟
د هند یا ترکيې فلمونه نه زموږ له کلتور سره اړخ لګوي نه له دیني ارزښتونو سره، نو بیا دلته د څه لپاره خپرېږي؟ موږ ته يې ګته څه ده؟ د هر شي تر عمل مخکي د هغه پر ښه والي او بدوالي فکر کېږي، ټولنې ته پر ګته او تاوان يې سوچ کېږي، د دې سندرو، بحثونو او فلمونو برنامې زموږ د ولس څو فیصده مشکلات حلولای شي؟ له څونه خلکو سره يې د اوږدمهاله یا لنډمهاله ستونزو په اوارولو کې مرسته کړې ده؟ څو پلا يې د حکومت ادارې تر پشار لاندي نیولې ناسم کارونه یې په سم کړي، کوم ځای يې پروژې نه وي عملي کړې هغه عملي یې کړې، یوځای خرابې وي هغه سمې کړې، یو ځای خدمات ښه نه وي هغه اداره خپل مشکلات حل کړي او ملت ته سم خدمات وړاندي کړي!؟
زموږ رسنۍ یوازي د اختلاف ټکو ته ښه هوا ور کولای شي، د جنګ خبرونه ژر نشرولای شي، د ولس او حکومت فاصله يې کمه نه کړه خو زیاتوب ته يې لمن وهلې ده، د نورو هیوادونو رسنۍ د ملې ګټو په نوم یو څه پېژني او تر هغو سرو کرښو ګام نه اړوي خو دلته ملي ګټې هم نه دي مالومې رسنیو چې هره خوا په مخه ور کړه باک نه لري. ملي، فرهنګي او دیني ارزښتونه هره ورځ ښه په درز پایماله کېږي او د ولس احساسات هره ورځ کوټل کېږي، د دې فایده څه ده؟ ګټه يې چا ته ده؟
د دې حالت هيڅ ګټه زموږ ملت ته نه رسېږي، مګر د جګړه مارو ته د جنګ ښه خام مواد دي. هغوی خپلو لیکو ته د جنګیالیو په حذب کې له دې څخه ښه پریمانه ګټه اخلي او په دې دلته ملت او حکومت دواړه پوهېږي.
د رسنیو لپاره په قانون کې خپل اصول شته، یا به حکومت ناغېړي کوي هغه اصول به قصدا نه عملی کوي یا به يې خارجیان نه ور ایله کوي. که لومړی نظر سهي وي، بیا نو حکومت د ملت ږغ ته پام نه کوي او په دې ټولو کیسو کې ممکن لاس ولري او ګټه به يې ورته رسېږي، که خارجیان دا حالت غواړي، بیا رسنۍ هسي په خوله افغانې رسنۍ بللې کېږي اصلا هغوی دلته د فاجعې لپاره جوړې شوې دي چې ملت په رواني لحاظ دوی وګوټي او په فزیکي لحاظ يې ګاونډي هیوادونه او جګړه ماران چې یوه ورځ هم ښه ونه ويني. دوی د دې ترڅنګ چې د ملت روان ته زیان رسوي بلکي د فزیکي جنګ لپاره د خام موادو په تیارولو کې هم ښه غوښنه ونډه لري چې زموږ د هیواد د جنګي حالت یو بل مهم خو مبهم اړخ دی او ښه پرېمانه تحقیقاتو ته اړتیا لري چې د دوی مالي سرچینې چېري دي، کاري چوکاټ يې چا ورته ټاکلی، دلته يې څو فیصده مثبت او منفي کارونه کړي او د کومو اهدافو لپاره رامنځته شوې دي!؟
زموږ د رسنیو کیفیت نه ښه کېږي، پروګرامونه يې نه سمېږي، خپرونې يې د مالوماتو له اړخه بیخي کمزورې وي او کله ناکله بیخي بې بنسټه اطلاعات خپروي، د اصولو څخه په سرغړونه کله هم قانوني سزا نه ده ور کول شوې او هيڅ معیار نه شته چې یوه رسنۍ باید ځان ورسره برابر کړي او بیا فعالیت اجازه ور کړله شي، نه هم رسنۍ یو معیار لري چې پر دې معیار برابر کسان به دوی استخداموي او له دې اصولو سره برابرې خپرونې به وړاندي کوي، نو په داسې یو نامالوم او ځنګلي حالاتو کې به مو خود دا حال وي.
که د یوه هیواد د رغونې لپاره د هغه وطن خلک لاس په کار نه شي، نو بهرنیان کله هم چا ته جوړ هیواد نه ور ایله کوي. دا عقل هم نه مني چې د دې سیمې اوسېدونکي خپله سیمه نه ابادوي خو له بله ځایه راغلي بهرنیان دې د زړسوي او بشردوستي له مخې دا کار وکړي.
له دې حالته د سم وتلو یوه لار ده، چې سیاسي ملي ګوندونه رامنځته شي، واک واخلي او ټول کارونه يې یوازي د دې خاورې او ملته پر ګټو راوسرخي. له دې پرته بله هيڅ لار نه شته چې دا وطن دې جوړ کړي او ملت ته دې خیر ور پيښ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *