تاند (رفيع الله مندوخېل/اسلام اباد) — د پاکستان مرکزي حکومت او د سرحدونو او قبايلي چارو وزارت (سېفران) په دغه هيواد کې مېشتو کډوالو افغانانو ته تر يو کال پورې نور وخت اوږد کړ چې له مخې به يې هغوی وکولی شي د ۲۰۲۰ میلادي کال تر جون مياشتي پورې دلته په قانوني توګه واوسي.
حکومت دغه پرېکړه په دې هيواد کې د مېشتو راجستر شویو افغانانو په هکله کړې ده. دغه وروستۍ پرېکړه وزارت په داسي وخت کې کړې چې افغان ولسمشر ډاکټراشرف غني په دوه ورځني سفر پلازمېنې اسلام اباد ته راغلی دی.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکيو د چارو وزارت هم له پاکستاني چارواکي غوښتي چې په هيواد کې امنيتي ستونزو او د افغان کډوالو زيات شمېر ته په پام سره د دوی د اوسېدو موده اوږده کړي.
د عمران خان حکومت تېر کال واک ته په رسېدلو سره په پاکستان کې مېشتو کډوالو افغانانو ته د ۲۰۱۹ تر جون پورې د پاتې کېدلو وخت ورکړی وو.
تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ، پاکستاني او افغان چارواکيو د کډوالو په اړه غونډه رابللې وه. په غونډه کې د افغانستان په استازيتوب د کډوالو چارو وزير سيد حسېن عالمي بلخي ګډون درلود. په درې اړخيزه غونډه کې د پاکستان د سرحدي او قبايلي چارو وزير شهرياراپريدي پر ځای د دې چې د افغان کډوالو د مودې نېټه وغځوي، د خپلمنځي باور پر پياوړي کېدو ټينګار کړی او ويلي يې و، چې هيواد يې پر اقتصادي ستونزو سربېره هم د کډوالو څلورلسيزې مېلمستيا کړې او په وينا يې په پاکستان کې ۶۸ سلنه کډوال په ښاري سيمو او ۳۲ سلنه بيا په کمپونو کې ژوند کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کشمنري (یو اېن اېچ سي آر) وايي چې دا مهال په دې هيواد کې يواعشاريه څلور ميليونه راجسټر افغانان چې شاوخوا دوه لکه کډوالې کورنۍ جوړېږي، مېشت دي. د کمشنرۍ د احصايې له مخې د روان کال په تېرو شپږو مياشتو کې شاوخوا دوه زره کډوال په خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. په بلوچستان کې افغان کډوال په کټوۍ، ګردي ځنګل، سرانان او سرخاب پنډغاليو کې د مهاجرت شپې سبا کوي.