تاند نیوز ډیسک: کابل کې د ملګرو ملتونو استازی تدامیچي یاماماتو وايي، افغان ټاکنې او سوله دوه مهم لومړیتوبونه دي او نه باید یو بل تر سیوري لاندې راولي.
د یوناما له لوري په دې تړاو رسنیو ته نن یکشنبه غرمه استول شوې خبرپاڼه کې د یاماماتو له قوله راغلي، سوله او ټاکنې سره جلا دي او یوه پروسه باید د بلې پروسې د ځنډ لامل نه شي، بلکې دواړه کارونه په خپل وخت باید مخته یوړل شي.
نوموړي وایي، ټاکنې او سوله به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکنونکي وي او ملګري ملتونه به د دواړو پروسو ملاتړ جاري ساتي.
ماتو دغه راز ټینګار کړی چې افغانستان له ټاکنو وروسته د پرلپسې کړکیچ توان نور نه لري.
نوموړي که څه هم سولې ته محتاطانه هیله مندي ښودلې خو زیاته کړې یې ده د سولې ټولې هڅې سمې خواته روانې دي
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ولسمشرۍ یو شمیر نوماندانو یاماماتو سره لیدنه کې سوله د اولیت په ډول مطرح کړې وه او ترې غوښتي یې وو چې ټاکنې دې طالبانو سره له سولې وروسته وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *