شاه حسین مرتضوي

تاند نیوز ډیسک: ولسمشر غني نن یکشنبه د خپل ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په فرهنګي چارو کې لوی سلاکار وټاکه.
په دې اړه له ارګه خپور شوي فرمان کې راغلي، د اساسي قانون ۴۶مې مادې او ۱۳م بند له مخې سید شاه حسین مرتضوی په خارج رتبه بست د ولسمشر ارشد سلاکار شو چې د ارګ ټولو غونډو او د عالي شوراګانو په ناستو کې به ګډون کولی شي.
مرتضوي تر دې وړاندې د ارګ د ویاند مرستیال و، خو په دې وروستیو کې لیدل کېږي چې ولسمشر غني په ارګ دننه پراخو بدلونونو کې د مرتضوي نوم هم راوستی دی.
تر مرتضوي وړاندې عبدالسلام رحیمي د سولې په چارو کې د دولت وزیر او د ولسمشر خاص استازی، فیض الله کاکړ د ولسمشر د دفتر رئیس او هارون چخانسوري یې د ریاست دفتر مرستیال ټاکلی و.
دغه راز یې د کورنیو چارو پخوانی ویاند صدیق صدیقي خپل ویاند وټاکه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *