تاند- د افغانستان، پاکستان او امریکا جګپوړو پوځي چارواکو په پاکستان کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د امنیتي وضعیت او د درې اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ له یوې خبرپاڼې سره سم د افغانستان او پاکستان لوی درستیزانو جنرال شېرمحمد کریمي او اشفاق کیاني او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ دا کتنه په پاکستان کې د نوازشریف په مشرۍ د نوي حکومت له جوړېدو وروسته لومړنۍ غونډه ده.
ویل شوي چې دوی د ډیورند کرښې په اوږدو کې د وسله والو یاغیانو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره په خپل منځ کې پر همږغۍ او د همکاریو پر زیاتولو خبرې وکړې.
که څه هم عمومي باور دا دی چې د افغانستان او هندوستان په اړه د پاکستان پالیسي د دغه هیواد پوځ ټاکي خو امریکايي چارواکي خوشبیني ښيي چې نوازشریف به د پاکستان د تېر حکومت خلاف پوځ د خپل دریځ بدلولو ته اړ باسي ځکه چې پوځ له پنجابیانو جوړ دی او نوازشریف په خپله د پنجابیانو استازی دی.