تاند نیوز ډیسک: د کورنیو چارو وزارت له مخدره توکو سره د مبارزې معینیت خبر ورکوي چې طالبان په افغانستان کې هر کال د مخدره موادو د کښت او قاچاق له درکه ۵۰۰ میلیونه ډالر لاسته راوړي.
له مخدره توکو سره د مبارزې معین هاشم اورتاق چې نن هرات ته د نیول شویو ۳۱ ټنه مخدره موادو د سوځولو مراسمو ته تللی و، خبریالانو ته ویلي، تروریزم او مخدره توکي د سکې دوه مخونه دي او طالبان د مخدره توکو د کښت او قاچاق له لارې هر کال ۵۰۰ میلیونه ډالر د جګړې د ماشین چالان ساتلو لپاره ترلاسه کوي.
اورتاق زیاته کړې، یو شمېر ګاونډي هېوادونه، د حکومت یو شېر چارواکي او حتی زورواکان هم د مخدره توکو په قاچاق کې لاس لري.
د نوموړي د معلوماتو په اساس، هرات، ننګرهار او کابل هغه ولایتونه دي چې د مخدره توکو تر ټولو لوړ ګراف قاچاق په کې د مافیايي بانډونو لخوا ترسره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د مخدره توکو پر ضد عدلي او قضايي محکمې استیناف رئیس محمد نجیم حمیدي بیا وايي، یوازې تېر کال دغه مرکز ته د مخدره توکو د قاچاق له زرو زیاتې دوسیې راغلې دي.
نوموړی زیاتوي په دې تړاو نیول شویو کسانو کې پاکستاني، ایراني او نور بهرني وګړي هم شته.
