تاند نیوز ډیسک: د امریکا په ټکساس ایالت کې د کوچنۍ الوتکې راغورځېدو پېښه کې ۱۰ کسان وژل شوي دي.
چارواکي وايي، الوتکه دوه ماشینه وه او ایډیسن هوايي ډګر نه یې پرواز کړی و چې نږدې سیمه کې پر یوه ودانۍ راغورځېدلې او اور یې اخیستی دی چې په ترڅ کې یې د پیلوټ په ګډون ۱۰ سورلۍ وژل شوې دي.
د اور وژنې مسوولان وايي، ایله څو ساعته وروسته یې په الوتکه کې لګېدلی اور قابو کړ او سوځېدلي مړي یې ترې راوایستل.
امنیتي مسوولین وايي، لا د پېښې علت ورته روښانه شوی نه دی او نه هم د پېښې د قربانیانو هویت په ډاګه کولی شي، خو له پلټنو وروسته به هر څه روښانه شي.
