تاند: د کابل ۱۶ مې حوزې اړوند د ګل بهار ټاور ته نږدې نن سهار ۸:۵۰ بجې یو موټر بم برید شوی او وروسته ترې بریدګر په یوه ودانۍ ننوتي چې له امنیتي ځواکونو سره لا هم په جګړه دي.
چارواکي وایي، سیمه د ترهګرۍ ضد خاصو ځواکونو لخوا محاصره ده او وسله وال بریدګر به ډیر ژر له پښو وغورځول شي.
د پیښې د وژل شویو په اړه لا معلومان نشته خو روغتونو ته د رسول شویو ټپیانو شمیر ۶۵ ته رسېږي چې ۶ ماشومان هم په کې دي
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی پر غاړه اخیستی.
