تاند: د افغانستان د یو خصوصي ټلویزیون طلوع نیوز یوه تازه سروې ښيي چې دا مهال په ۱۹ ولایتونو کې ۶۴ ناامنه ولسوالۍ داسې دي چې ولسوالان او مسوولان یې له بل ځای نه کارونه اجرا کوي.
د دغو ولسوالیو ولسوالان ټینګار کوي چې دوی ځانته د والیانو دفترونو ته نږدې کارځایونه نیولي دي او ډير کم وخت د خپلو ولسوالیو ودانۍ یا مرکزونو ته ځي.
دا مهال د فاریاب نهه ولسوالۍ له دغه وضعیت سره مخ دي چې ولسوالان په کې کار نه شي کولی او رسمیات یې د ولایت له مرکز نه مخته وړي.
دغه راز غزني کې همدا اوس ۸ او فراه و هلمند کې بیا ۷-۷ ولسوالۍ له ورته وضعیت سره مخ دي.
دغه راز د کندهار معروف، میانشین، نیش اوغورک، د پکتیکا چارباران، نکه، ګومل او ګیان، د کندوز ګل تیپه، کلباد، اقتاش او دشت ارچي، د بغلان دهنه غوري، برکه، تاله و برفک او همدا راز د زابل نوبهار، ارغنداب، خاک افغان هغه ولسوالۍ دي چې چارواکي يې مرکزونو ته نه شي تللی او نه هم د ولسوالۍ له مرکزي ودانۍ فعالیت کولی شي.
په دې سربېره بادغیس، خوست، جوزجان او میدان وردګ هغه ولایتونه دي چې یوازې یوه یوه ولسوالس یې دغه وضعیت سره مخ ده خو ننګرهار، هرات، بدخشان، ارزګان، بدخشان او لوګر هغه ولایتونه دي چې دوه دوه ولسوالۍ یې په دې حال دي چې ولسوالان یې خپل کارونه د ولایت دمقام شاوخوا نه فعالیت کوي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاند سید شاه سقیم مني چې ځینې ولسوالان له خپلو ولسوالیو فعالیت نه شي کولی مګر وايي، دغو ولسوالیو کې ځینې داسې هم دي چې هلته امنیتي ځواکونه نشته.
