تېرې دوې اونۍ د ګڼو اروپايي هېوادونو لپاره خورا ترخې او بدې وې، له فرانسې وروسته تر هسپانيې او جرمنې پورې ګڼو هېوادونو کمزورۍ او په نا قانونه ډول د اروپايي هېوادونو په هېوادمشرانو دامريکا هغه جال را برسېره شو، چې ددې مشرانو دهر ډول خبرو د اورېدو لپاره يې د خپلې څارګرې ادارې CIA په مټ خپور کړى وو.

 دا ستونزه په لومړي ځل د فرانسې د ولسمشر فرانسو اولاند او اوباما ترمنځ هغه مهال را پورته شوه، کله چې د سي اى اې ناراضه او شړل شوي مامور د امريکا ددې څارګرې ادارې له ځينو پټو پلانونو پرده پورته کړه، د فرانسې او امريکا تر منځ لانجه هغه مهال وغځېده، چې  اولاند په دې يقيني شو، چې ټولې تيليفوني مکالمې يې د امريکا څارګرې ادارې CIA اورېدلې او هېڅ هم ترې پټ نه دي پاتې.

د امريکا ددې استخباراتي لوبې لړۍ دوام وکړ او تر افغانستان او پاکستان پورې هم ورسېده، شمېره څرګندوي، چې په افغانستان کې هم ٢٢ ميليارده اړيکې په پټه توګه دامريکا څارګرې ادارې اورېدلي دي، خو ددې ټولو څخه امريکا دفاع کړې او وايي، چې دا کار يې د خپلو ګټو لپاره نه ، بلکې دامريکا او متحدينو دخونديتوب په موخه يې کړې دي.

  که څه هم د د دواړو هېوادونو دمشرانو ترمنځ اوږده لانجه وشوه او اوباما په کې ځان نا خبره وښود، خو دې کار نور اروپايي هېوادونه هم راوېښ کړل، چې خپل ارتباطي سيستمونه چک کړي، چې تر ټولو هغو يې مهمې د هېواد مشرانو خبرې وې او ثابته شوه، چې په پرلپسې ډول د CIA له خوا څارل شوي او د مشرانو ډېرې مهمې خبرې هم ترې پټې نه دي پاتې شوې.

له دې څخه يوه هم د المان هېواد لومړۍ وزيره انګيلا مېرکل وه، په راپور کې څرګنده شوه، چې د امريکايي استخباراتې ادارې د مېرکل خبرې له ٢٠٠٢ کال راهيسې تر ننه پورې چې پوره يوه لسيزه کې کېږي اورېدلې دي.

  د همدې موضوع په اړه ګڼې نوې پوښتنې را پيدا شوې او څرګندوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما خپله اوباما د مېرکل د تلیفوني څارنې په هکله څومره معلومات درلودل. د یوه اخبار نوی رپوټ وایي چې اوباما له ۲۰۱۰م کال راهیسې د NSA، له لوري د مېرکل پر څارنې باندې خبر وو.

  د شپيګل په نوم المانۍ ورځپاڼې يو راپور څرګندوي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې یا NSA، د معلوماتو د راټولو ځانگړو خدماتو (SCS) د د المان لومړۍ وزيرې انگيلا مېرکل د گرځنده تيلیفون شمیره له ۲۰۰۲م کال راهیسې د جارج ډبلیو بش، د واکمنې پر مهال په خپل لست کې شامله کړې وه او د روان کال د جون میاشتې څو اوونۍ تر مخه کله چې بارک اوباما برلین ته سفر کاوه نو هم دغه شمیره په لېست کې شامله وه، خو خپله اوباما بيا ځان په دې اړه بې خبره ګڼلى او وايي، چې په دې اړه يې هېڅ معلومات نه درلودل.

  يوه بله المانۍ ورځپاڼه هم  ددې موضوع په اړه ليکي : اوباما پر دې باندې خبر وو چې NSA، له ۲۰۱۰م کال راهیسې د مېرکل د گرځنده تيلیفوني اړيکو پټه څارنه کوي، کله چې د دغه ادارې مشر کایت الکسندر، په انفرادي توگه اوباما له دغه پټې څارنې څخه خبر کړ.

   د «بلډ ام زونټاگ» په نوم المانۍ ورځپاڼه چې په دې اړه يې پوره څېړنه کړې، په خپل يوه ځانګړي راپور کې زياتوي: پر دې سربیره په دوبي کې د NSA، له لوري د مېرکل گوندي خوندي گرځنده تيلیفون ته پټ غوږ نیول شوی دی  او زياتوي، چې یوازې د مېرکل په دفتر کې خوندي  ثابت تيلیفون ته لاس رسی نا ممکنه وو.

  ورځپاڼه زياتوي، چې د NSA، له لوري د مېرکل د تيلیفوني تماسونو او تيلیفوني پیغامونو په  اړه معلومات به مخامخ سپېنې ماڼۍ ته لېږدول کېدل. د ورځپاڼې په حواله شواهد دا خبره په گوته کوي چې دغه عملیاتو تر ډېرې نږدې مودې دوام درلود.

  يادې ورځپاڼې دا رپوټ هم ورکړی دی چې NSA، د آلمان د پخواني لومړي وزير گیرهارد شرودر، تيلیفوني اړیکو ته په پټه غوږ نیول په ۲۰۰۲م کال کې هغه وخت پیل کړل، کله چې د امريکا پخواني ولسمشر جارج ډبیلو بوش د جاسوسۍ دغه پروگرام پیل کړ. د ورځپاڼې د راپور له مخې ښایې د شرودر د پټې څارنې دلیل د عراق په جگړه کې د برخې اخیستلو څخه د شرودر ځان شاته کول او معذرت و و او ښایي همدا علت وي په ۲۰۰۵م کال کې د شرودر وروسته د اوسنۍ لومړۍ وزيرې  دگرځنده تيلیفوني اړيکو معلومات د پټې څارنې د عملیاتو خونې ته لېږدېدلي وي.

 يوې بلې المانۍ خپرونې خو د معلوماتو د راټولو ځانگړو خدماتو د یوه سند په حواله لیکلي دي، چې د امریکا متحده ایالاتو د ملي امنیت اداره یا NSA، په برلین کې د متحده ایالاتو په سفارت کې د جاسوسۍ یوه غیر قانوني څانگه چې ثبت شوې نه ده لري او د هغې افشا کېدل به نورو هېوادونو سره دامريکا اړيکو ته سخت زيان ورسوي.

   که څه هم امريکا اوسمهال په نړۍ کې د پيل شوې جګړې او بې ثباتۍ سر لارې ده، خو وروستۍ غير قانوني ماموريت به نه يوازې چې ګڼ اروپايي بلکې د خيتځ ګڼ هېوادونه هم د امريکا په را وېښ کړي، دا ټول ددې مانا ورکوي، چې امريکا په خپلو ډېرو نږدې ملګرو او شريکانو هم تر لوړې کچې شکمنه ده او په هېڅ صورت نه شي زغملي چې په څنګ يې کې دې مخالف هېواد پرمختګ وکړي او يا دې له امريکايي ګټو او ماموريتونه سره تضاد او حتى د نظر اختلاف څرګند کړي، ځکه امريکا وښوده، چې په دې صورت کې به ورسره څه ډول معامله کېږي.دا ټول څرګندوي، چې امريکا نه متقابل درناوي او نه هم نړيوالو ديپلوماتيکو او ديموکراتيکو ارزښتونو او اصولو ته درناوى لري او په هر ځاى کې ورته يوازې امريکايي ګټې مهمې دي.

 ◄ دا ليکنه په ملي باور ورځپاڼه کې خپره شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *