د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد راتلونکې اوونۍ کې د المان او قطر په کوربه توب د سولې د بین الافغاني ناستې خبر ورکړی دی.

خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې ویلي، المان او قطر د جولای په اوومه او اتمه د افغاني ناستې په جوړولو هوکړه کړې ده خو نوموړي د دغې ناستې ځای په اړه څه نه دي ویلي. خو د افغانستان او پاکستان لپاره د المان خاص استازي مارک پوتزل ویلي، د افغاني ناستې ځای به د قطر دوحه وي.

تر دې وړاندې د خارجه وزارت ویاند صبغت الله احمدي هم ویلي وو چې دوه اوونۍ وروسته به د سولې بین الافغاني مذاکرات پيل شي.

 زلمي خلیلزاد د سولې د راروانې بین الافغاني غونډې هرکلی کړی او ویلي یې دي د دغې غونډې ګډونوالو ته بریالیتوب هیله کوي.

خلیلزاد زیاته کړې ده چې د یو بل زغمل او د سیاسي اختلافاتو د حل لپاره هوکړه او د زور او تاوتریخوالي نه کارول هغه درس دی چې باید د افغانستان له څلویښت کلن ناورین څخه واخیستل شي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له لوري لا نه ده په ډاګه شوې چې هغه غونډه کې به ناستې ته حاضر شي چې د حکومت  استازي هم به کې وي که نه؟

ځکه پرون د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ټویټ کړی و چې د سولې د هوکړې له امضا وروسته به ټولو افغاني لوریو سره کېني مګر د کابل ادارې سره به د حکومت په حیث خبرو ته نه کېني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *