تاند: بالاخره ولسي جرګې د اداري هئیت په ټاکنو کې د ننګرهار د خلکو استازی امیرخان یار د جرګې لومړی او د بلخ د خلکو استازی احمدشاه رمضان د جرګې دویم مرستیال وټاکه.

د سه شنبه په ورځ ټاکنو کې د جرګې نصاب ۲۳۶ اعلان شو چې هر نوماند ته د ګټلو لپاره ۱۱۹ رایې پکار شوې.

د جرګې د لومړي مرستیال څوکۍ لپاره امیرخان یار او د محمدالله بتاش تر منځ سیالي وشوه، چې په ترڅ کې يې امیرخان یار په ۱۳۶ رایو بریالی او محمد الله بتاش په ۵۰ رایو ناکام نوماند شو، د لومړي مرستیال څوکۍ لپاره ټاکنو کې ۴۶ رایې باطلې او ۹ رایې سپینې وکارېدلې.

د جرګې د دویم مرستیال څوکۍ لپاره احمدشاه رمضان او سید احمد سیلاب سیالي وکړه، چې په ترڅ کې یې رمضان د ۱۱۹ رایو په ګټلو دویم مرستیال شو او ښاغلی په ۶۴ رایو ګټلو ناکام شو.

د جرګې د منشي څوکۍ لپاره د خدیجه الهام، عبدالقادر قلاتوال او سید طحه صادق تر منځ سیالي وشوه چې مېرمن الهام ۴۲، قلاتوال ۷۷ او صادق ۷۶ رایې وګټلې او هیڅ یو یې کامیاب نه شو، خو سبا چهار شنبه به د قلاتوال او صادق تر منځ دې څوکۍ لپاره بیا ټاکنې کېږي.

د جرګې د مرستیال منشي څوکۍ لپاره ذکیه سنګین، نظیفه ذکي، عبدالبصیر عثماني او نعمت الله کریاب نوماندان وو، چې په ترتیب سره ميرمن سنګین ۳۶، میرمن ذکي ۴۶، عثماني ۴۵ او نعمت الله کریاب ۷۰ رایې وګټلې، خو شل رایې باطلې او ۱۹ نورې سپینې راووتې چې پایله کې یې د مرستیال منشي څوکۍ لپاره دویم پړاو ټاکنو ته د کریاب او میرمن ذکي نومونه ورکړل شول.

ولسي جرګه تېرو دریو ورځو راهیسې د اداري هیئت لپاره په ټاکنو بوخته خو له سختې ناکامۍ سره مخ وه، ځکه د ریاست پر څوکۍ له اوږده جنجال وروسته د اداري هیئت ټاکنې هم له پراخو جنجالونو سره مل وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *