تاند: د ولسمشرۍ نوماند او د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پر ولسمشر غني تور لګولی دی چې راتلونکې ټاکنې په خپله ګټه راڅرخول غواړي.
نبیل بلخ ولایت کې یوې غونډې ته وینا کې ویلي، د میزان د شپږې نېټې ټاکنې د ملي زعیم د ټاکلو لپاره ښه فرصت دی خو په وینا یې چې متاسفانه ارګ هره ورځ هڅه کوي څو دا فرصت په ګواښ واړوي.
نبیل تور پورې کړی چې ولسمشر غني له دولتي امکاناتو نه په استفاده یو وار بیا د ولسمشرۍ څوکۍ نیول غواړي.
نوموړی وروستیو ګمارنو او قراردادونو ورکړې ته په اشاره وايي، د ټاکنو کمېسیون له عادي مامور نه نیولې د واليانو تر ټاکلو پورې ټول کارونه دې لپاره کېږي چې په مقابل کې یې ټاکنو کې د غني ملاتړ وشي: (( هغه پيسې چې ارګ د کمپاینونو لپاره وېشي، دا داسې پيسې نه دي چې غني او بي بي ګل له کوره راوړې وي، بلکې دا زما او ستا پيسې دي، چې له موبایل کارت، د سړک جوړونې قرارداد او د ښوونځي د معلم له تباشیر او قلم نه پاتې شوي او دوی یې اوس مصرفوي.))
نوموړي بلخ کې خپلو پلویانو ته وینا کې پاکستان ته د ولسمشر د سفر په تړاو هم خوله پرانیستې او زیاته کړې یې ده چې پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ اصلي لامل دی.
نوموړی وايي، پاکستان د افغانستان د بربادۍ لپاره اوږدمهاله پلانونه لري او په یوه لیدنه له خپلو کړنو نه اوړي.
یک آدم گارد پس ریس امنیت بعدآ کاندید ریاست جمهوری در افغانستان دور از حقیقت نیست آن هم در دوره کرزی مداری… حالی شکار کدام خریدار شدی که بخیر از زبان متعفن و شانه هایت جهت تخریب این نظام استفاده کنند! غنی به کدام شما کره خرها رها کنه ایله توانسته دزد ها ره کنار بزنه … مشوره من به غنی اینست مثل داکتر نجیب بازی نخو محکم شو مرگ خو آمدنیست تا آخر پوز خاینها ره به زمین بمال به قریه های شان خو فرار کرده نمیتانن که در خانه هایشان زاره شان موش واری بکفه!
رحیل کابل
محترم ورور نبیل صاحب او هغه کاندیدان چی د ملی خدماتو پلان او ظرفیت لری ،لطفا زما پیشنهاد او توصیه په کراتو او دقت سره وارزوی ،ان شاءالله دی کی د ملت او افغانستان خیر دی
دا خو راسره منی چی (آزموده را آزمودن خطاست)،نو د دزدان با پشتاره چی اظهر من الشمس دی بیایی دا مؤمن ملت نه آزمایی ځکه هغوی خادم المفسدین وار ۱۴ کاله امتحان ورکړی او نتایج یی د ملت مخی ته پراته او طوق لعنت یی د مفسدینو پر غاړه دروند شړنګیږی
دوهم- اوس موجوده کاندیدانو کی د.غنی نسبتا روغ او د ملی خدماتو ظرفیت یی ښه دی د خاینانو او غلو مخنیوی کی ځلیدلی،که کله غصه کیږی نو غله مستحق د غصی دی او د خادم سپین ږیری نه کله غصه قابل صرفنظر وی
نو شرعی او ملی مسؤلیت دا ددی چی د غنی صف تقویت کړو ولو که څه رانکړی
رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی:
من مشی مع الظالم لیقویه و هو یعلم انه ظالم فقد خرج من الاسلام
او قرآنکریم فرمایی:
ولاتکن للخائنین خصیما