تاند: ولسمشر غني پر څارونکو بنسټونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی دی چې د ولسمشریزو ټاکنو په ټولو پړاوونو دې خپله کلکه څارنه وکړي.
په دې اړه له ارګ څخه تاند ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسیونونو او نړیوالې ټولنې د استازیو ګډې ناستې ته وینا کې ویلي، حکومتي مسوولین باید د رڼو ټاکنو د ترسراوي لپاره دې پروسه کې هیڅ ډول لاسوهنه ونه کړي.
ولسمشر دغه راز د تدارکاتو کمېسیون ته هم امر کړی چې د ټاکنیزې پروسې ټول تدارکاتي کارونو او د تخنیکي اړتیاو د پوره کولو لپاره دې پرته له ځنډه لاس په کار شي.
خبرپاڼه وايي، چې ناسته کې د مالیې وزارت هم ژمنه کړې چې ژر تر ژره به د نړیوالې ټولنې سره په همغږۍ د ټاکنو کمېسیون بودیجه به نهايي کړي او په کې هغه موارد روښانه کړي چې دولت څومره او نړیواله ټولنه ټاکنو لپاره څومره بودیجه ورکوي.
ولسمشر غني نړیوالې ټولنې نه د افغانستان پر راروانو ولسمشریزو ټاکنو د جدي څار غوښتنه داسې مهال کوي چې تر دې وړاندې د ولسمشرۍ یو شمېر نوماندانو هغه تورن کړی و چې ټاکنې د ځان په ګټه راڅرخول غواړي.